د ولسمشر غني په مشرۍ کورنیو بېځایه شویو ته د رسیدګي په اړه د غونډې ترسره شوه

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ کورنیو بېځایه شویو ته د رسیدګي څرنګوالي په اړه غونډه جوړه شوه.ولسمشر غني مختلفو ریسانو او د ادارو مشرانو لارښوونه وکړه.
په هغه غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې وشوه، د اړوندو ادارو مسوولینو هم په کې حضور درلود، لومړی هغوی په کابل ښار کې کورنیو بېځایه شویو ته د رسیدګي څرنګوالي په اړه د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ.اوپه اینده پلانونو ېې بحث هم وکړ.
جمهوررئیس غني د یاد راپور تر اورېدو وروسته، هغوی ته لارښوونه وکړه چې د بېځایه شویو د ځای پر ځای کولو لپاره کمپ جوړ او د جومات، برېښنا او نورو اسانتیاوو په ګډون دې ټول امکانات ورته برابر شي.

جمهوررئیس زیاته کړه، له خپل لوري کورنیو بېځایه شویو سره ۴۰ میلیون افغانۍ مرسته کوم او هغوی ته د رسیدګي ټول فعالیتونه به د اضطراري کمېټې له لارې ترسره شي.
همداراز جمهوررئیس ټینګار وکړ چې کورنیو بېځایه شویو ته د رسیدګي په خاطر دې، د خصوصي سکتور د مرستو انسجام لپاره یو صندوق ایجاد او ژر تر ژره دې لس زره کسانو ته عاجله کاري برنامه ترتیب شي. هغه زیاته کړه، کورنیو بېځایه شویو ته د رسیدګي لپاره دې د ملي دسترخوان برنامه سمدستي تطبیق شي