Uncategorized

د ولسمشر غني څرګندونو ته د ایران خارجه وزارت څه ډول غبرګون وښود؟

د ولسمشر غني څرګندونو ته د ایران غبرګون وښود ايران د بهرنيو چارو وزرات دجمهور ریس غني د تېرې ورځې څرګندونو ته غبرګون ښودلی.پرون ورځ ولسمشر اشرف غني د کمال خان د بند د افتتاح د مراسمو په ترڅ کې يو لړ څرګندونې وکړې.

په ځینو کې یې موخه او مخاطب ايران و.ولسمشر غني خپلو خبذرو کې ايران مخاطب کړ او ويې ويل که اوبه غواړی تېل راکړئ، که څه هم د کمال خان د بند او د افغانستان په غربي حوزه کې د بندونو جوړولو په هکله ايراني لوري پخوا ډېر توند ان تر ګواښ پورې رسېدلي غبرګونونه ښودلي و خو دا ځل د ايران د بهرنیو چارو وزارت وياند بيا د اشرف غني دا څرګندونې ډېرې په بد نیت نه دي نيولې.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزرات وياند ويلي دي چې د افغانستان د دولت لخوا دا ډول څرګندونې د دواړو د همکارۍ لپاره نوي دهليزونو پرانیزي، د ايران د بهرنیو چارو د وزرات وياند پخپلو خبرو کې وويل چې دوی تيار دي د افغانستان سره په دې برخه کې ګډ کار زيات کړي او دا ډول څرګندونې په نېک فال نيسي.ځکه دا ښه خبره ده چې تجارتي تبادلې وشي.

اشرف غني جوام 750x430 1

خو ايراني لخوا په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د ايران د اوبو حق د افغانستان سره معلوم او مشخص شوی دی او ددې هېواد حکومت هم دې حق ته پوره درناوی لري.د ايران د بهرنيو چارو د وزرات وياند خطيب زاده وړاندي پخپلو خبرو کې وويل چې يوه مسله چې هغه د ايران د هامونونو مسله ده د اندیښنې وړ ده او په دې هکله موژ د افغانستان حکومت ته مالومات ورکړي دي

دا هم ولولئ:  د سولې خبرو سره سره جګړه هم دوام لري

نوموړي وويل چې په دې لوري کې د هامونونو وچ والی د خلکو نه ژوند کاروبار او ان روغتیا باندې جدي اغېز لري، خو له نېکه مرغه چې د افغانستان حکومت دې مسلې ته پام کوي.اوسمهال پوهان وای که چېې دواړه لورې ګډ کار وکړي کېدایشي چې دواړه هیوادونه اینده کې ښه تعلقات سره جوړ کړي او تجارتونه وکړي.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button