نړیوال خبرونه

د ولسمشر غنی په حضور کې د ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام پرانیسته وشوه

د جمهوررئیس په حضور کې د ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام پرانیسته د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې د ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام پرون ن سهار په ارګ کې پرانیستل شو.

د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي وویل، دا د عادي ټلیفونونو له لارې له انټرنیټ پرته د پیسو د لېږد مهم پروګرام دی او له دې وروسته د دولت ټول ملکي او نظامي کارکوونکي د عادي ټلیفون په لرلو سره خپل حسابونه چیک کولای او خپلې تنخواګانې خپلې کورنۍ او هر هغه چاته چې دوی یې وغواړي، لېږدولی شي.

د جمهوررئیس په حضور کې د افغانستان بانک تخنیکي ټیم له لوري د دغه پروګرام له عملي اجرا وروسته جمهوررئیس غني د افغانستان بانک مسوولینو څخه په مننې ټولو هیوادوالو ته د دغه اساسي پرمختګ او تاریخي ګام مبارکي وویله.

fb img 1627970875734

د هیواد جمهوررئیس دا سیستم د فساد او ناسمو ګټو د مخنیوي او شفافیت په برخه کې ګټور وباله او وې ویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین له دې وروسته خپلې تنخواګانې په اسانۍ خپلو کورنیو ته لېږدولی شي. هغه زیاته کړه، دا سیستم او تجربه په افریقا کې هم بریالۍ وه

هغه وویل دافغانستان خصوصي اودولتي سکتور باید ټول دا ډول سستمونه پلي کړي تر څو په اینده کې د فساد مخنیوی وشي او عام وګړو ته دا جواز پیدا نشي چې نور فسادونو ته لاره هواره کړي د دې سستم پلي کېدوسره سم به هر څه په شفاف ډول مخې ته زي او مشکلات به خلکو لپاره کم وي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button