نړیوال خبرونه

د ولسي جرګې کومو پخوانیو غړو په انلاین ډول غونډه ترسره کړې ده ؟

دوی به د دې جرګې عمومي غونډې آنلاین بولي

د افغانستان د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې یو شمېر وکیلانو پرېکړه کړې ده چې له دې وروسته به ‘په انلاین بڼه’د دې جرګې عمومي غونډې رابولي او د جرګي غړي به ګډون پکې کوي.

بي بي سي د افغانستان د ولسي جرګې د تېرې دورې د یو شمېر نورو وکیلانو نظر هم پوښتلی

د ولسي جرګې وروستۍ دوره کې د دې جرګې د دارالانشا عمومي رئیس عبدالقادر ځاځي بي بي سي ته ویلي، په دې تړاو له ګڼو وکیلانو سره اړیکه نیول شوې او ټولو د دې ګام هرکلی کړی دی. بي بي سي د دې موضوع په اړه د افغانستان د ولسي جرګې د تېرې دورې له یو شمېر نورو وکیلانو هم پوښتنه وکړه. په دوی کې یو غړي (چې دا مهال افغانستان کې دی) بي بي سي ته تائید کړه چې دا موضوع د ولسي جرګې د دارالانشا لخوا وکیلانو سره شریکه شوې او سلا مشورې پرې شوې دي.

خو بل لور ته ولسي جرګه کې د سېکانو او هندوانو استازي نرېندر سېنګ بي بي سي ته وویل، له دې موضوع نه دی خبر او چا ورسره اړیکه هم نه ده نیولې. تېر کال اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره ولسي جرګې هم د ځینو نورو ادارو په څېر خپل فعالیت ودراوه.

نور یی ولوله | کاناډا د افغان کډوالو لپاره ځانګړی شوی پرړګرام تړي

نور یی ولوله | متحده عربي امارتو متحده ایالاتو او هند ګډه ناسته جوړه کړه

دا مهال د ولسي جرګې د وروستۍ دورې ګڼ شمېر وکیلان له افغانستان بهر دي، خو ویل کېږي چې شاوخوا پنځوس تنه وکیلان لا هم په هېواد کې دي. د شنبې پر ورځ (د جولای شپاړسمه) د ولسي جرګې د دارالانشا کارکوونکو د جرګې د انلاین غونډو پیلېدو په تړاو رسنیو ته یوه خبرتیا استولې.

په دې خبرتیا کې راغلي چې د شنبې پر ورځ د ولسي جرګې د تېرې دورې اداري پلاوي پر دې پلان د خبرو لپاره خپلمنځي غونډه کړې ده. په خبرتیا کې همدا راز ویل شوي چې په دې غونډه کې د ولسي جرګې د تېرې دورې رئیس میر عبدالرحمان رحماني، د هغې جرګې منشیانو او د دارالانشا عمومي رئیس ګډون کړی و.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button