نړیوال خبرونه

د وچ ادرک چای که د روغتیایي ګټو سرچینه؛ دا مو له ډېرو ناروغیو خوندي ساتي

د وچ ادرک یا زنجبیل روغتیایي دومره زیاتې دي چې حیران به مو کړي، دا په ژمي کې له زکام سره مبارزه کې ګټور وي، په ځانګړي توګه د ادرک چای په ویټامین سي، مګنیزیم او نورو منرالونو بډایه مواد لري چې له امله یې د روغتیا لپاره زیاتې ګټې لري. کله چې له وچ ادرک چای تیار شو، نو د خوند لپاره تور مرچ، شات او لېمو هم ور اضافه کولی شئ چې په دې سره یې ګټې نورې هم زیاتېږي.

د معافیت سیستم پیاوړتیا:

د روغتیا له سختو شرایطو سره د مقابلې لپاره خوندي او سالم پاتې کیدل مهم وي او دا هغه وخت ممکن دی چې تاسې خپل معافیت پیاوړی کړئ. په وچ ادرک یو ډول غوړ وي چې د التهاب ضد خاصیت لري او د سر درد، زکام او د حیض درد لپاره ښه درمل دي.

او هغه خلک چې د اوستیوآرتریتس، یعنی د مفصلونو په ناروغۍ اخته دي، که هغوی په منظم ډول د ادرک چای وڅښي نو دا ورته د درملو په توګه ګټې لري.

د هاضمې سیستم لپاره:

ادرک یا زنجبیل د هاضمې سیستم لپاره ګټور وي او دغه پروسه ښه کوي، چې د دې پروسې ښه والی د سالم ژوند په لور لومړنی ګام دی او د خوراکي توکو پوهان وايي، چې په پخلنځي کې د ادرک یا زنجبیل لرل مو له ناروغیو لرې ساتي. همدغه راز هغه کسان چې بدهضمي لري، د هغوی لپاره غوره انتخاب دی.

د زړه بدوالي لپاره:

په سفر له وتلو دمخه د وچ ادرک یوه پیاله چای څښل د زړه بدوالی او کانګې کولو مخه نیسي او هغه خلک چې دغه ستونزه لري هغوی دې د ادرک چای وڅښي.

د تنفسي ستونزو په مخنیوي کې مرسته کوي:

د تنفسي ستونزو د مخنیوي لپاره د ادرک یا زنجبیل چای یوه پیاله سپارښتنه کیږي او هغوی چې د چاپیریال سره حساسیت لري، د ادرک چای دې وڅښي.

نور یی ولوله | امیر خان تقي: د سرحدي ځواکونو نښتې د هېڅ لوري په ګټه نه دي

نور یی ولوله | په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړلو پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي

د وینې جریان ښه کوي:

ادرک یا زنجبیل د ویټامینونو، منرالونو او امینو اسیدونو د شتون له امله د وینې جریان ښه کوي او چې د زړه د ناروغیو خطر کموي. همدغه راز وچ ادرک په شریانونو کې د وازدګې د زیرمو مخه نیسي او د زړه د حملې او فلج په مخنیوي کې مرسته کوي.

میاشتني تکلیف کموي:

دا د ټولو هغو ښځو لپاره چې حیض درد لري ډېر ګټور وي، هغوی چې دغه درد لري د وچ ادرک یا زنجبیل په چای کې دست پاک ډوب کړئ او د ګیډې په ښکته برخه یې کېږدئ نو دردونه به مو آرام کړي او په دې چای کې د شاتو اضافه کول هم درد کموي.

د فشار کمول:

د وچ ادرک چای داسې ارامونکي مواد لري چې د عصبي فشار او اضطراب په حالت کې بدن او دماغو ته راحت ورکوي.

د مفصلونو لپاره:

په بدن کې د زهرجنو او فاضله موادو راټولېدل د التهاب لامل کیږي، خو که تاسو د وچ ادرک یا زنجبیل چای استعمال کړئ، نو دغه ستونزه به مو له منځه یوسي او په دې توګه به د مفصلونو له دردونو څخه وژغورل شي او عضلات به مو پیاوړي شي.

د التهاب مخنیوی کوي:

وچ ادرک یا زنجبیل د التهاب ضد خاصیت لري او که د عضلاتو یا مفصلونو درد تجربه کوئ نو د ادرک چای مو درد له منځه وړي او د چای ترڅنګ که ادرک په اوبو کې واچوئ او بیا دا اوبه د عضلاتو د مالش لپاره وکاروئ نو ستونزې به مو حل کړي

 

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button