نړیوال خبرونه

نډ پرایس: له کابل سره د اړیکو پراختیا د هغوی د ژمنو عملي کولو پورې تړاو لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له کابل سره د واشنګټن د اړیکو پراختیا د سرپرست حکومت له خوا پر خپلو کړو ژمنو، ژمن پاتې کېدو پورې به تړلې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نډ پرایس وايي چې له اسلامي امارت سره هر ډول تعامل به د بشري حقونو په برخه کې د هغوی د اقداماتو پر بنسټ ترسره شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زياتوي، واشنګټن هڅه کوي؛ تر څو طالبان د بشري حقونو درناوي ته اړ کړي. نډ پرایس زیاته کړه:«په هر حالت کې، چې  موږ له طالبانو سره تعامل لرو، د بشري حقونو مسله زموږ د کار لومړیتوب دی. په دې کې شک نشته چې موږ نه یوازې هغه ژمنې یادوو چې طالبانو د امریکا متحده ایالاتو سره کړې دي، بلکې هغه ژمنې هم يادوو، چې طالبانو د خلکو د اساسي حقونو د خوندي کولو لپاره کړې دي.

نور یی ولوله | راشد خان: ښځه هغه لومړنۍ مدرسه ده چې د انسان شخصيت پکې وده کوي

نور یی ولوله | ایا د مفصلونو درد لرئ؟ د دې ستونزې لپاره دغه اوه شیان استعمال کړئ

اسلامي امارت

ورته مهال د اسلامي امارت ویاند له امریکا غوښتي چې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره د تفاهم او خبرو اترو لاره خپله کړي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«په اسلامي امارت کې احکام او اصول چې دي، دغه ټول د اسلامي احکامو اړوند موضوعات دي. په دې کې پرمختګ ځکه ممکن نه دی، چې زموږ د دين او شريعت برخه ده. موږ نه شو کولای چې د دوی لپاره شریعت پرېږدو يا د شریعت له احکامو تېر شو. په هر صورت تعامل او تفاهم پرمختګ ته زمینه برابروي او امريکا باید دا کار وکړي.

کابل او واشنګټن ترمنځ

یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو ښه کېدل به د هېواد سیاسي او اقتصادي ستونزې له منځه یوسي. د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقیار وايي:«په دې خاطر کې د امریکا او افغانستان اړيکې جوړې شي، او د افغانستان دنننه کومې ستونزې دي دا هوارې شي؛ نو په کار دا ده چې د دوحې تړون محور وګرځول شي او د امریکا او افغانستان تر منځ بیا مذاکرات پیل شي.

د سياسي چارو کارپوه عزيز معارج هم وویل:«امریکا او نړۍ سره اړیکې جوړېدل دا د افغانستان په ګټه ده. د افغانستان ډېرې اقتصادي او سياسي ستونزې ورسره حل کېدلای شي. د سياسي چارو بل کارپوه جنت فهیم چکري څرګندوي:«د افغان حکومت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې د حکومتولۍ یو له اساسي شرطونو څخه دی.  اسلامي امارت باید له امریکا سره خپلې سیاسي ستونزې د ډیپلوماسۍ او خبرو له لارې حل کړي

 

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button