نړیوال خبرونه

د ویانا غونډه:‌ افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شوی

د ویانا د دوهمې غونډې ګډون کوونکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دغه هېواد د ترهګرو ډلو په ځاله بدل شوی

د دوی په وينا د دغو ډلو عملیاتي وړتیاوې زیاتې شوې دي. خو د طالبانو چارواکو دغه ادعا په وار وار رد کړې ده.

د اتریش په پایتخت ویانا کې دا درې ورځنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېده. د افغانستان د مقاومت جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې غونډې موخه د طالبانو د مخالفو سیاسي، مدني او نظامي جریانونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ښودلې ده.

نور ولولئ: امریکا یو ځل بیا د طالبانو هر ډول په رسمیت پیژندل رد کړل

د غونډې د پای په دې اعلامیه کې راغلي: “په سیمه کې د ترهګرۍ د خپرېدو خطر یو جدي ګواښ ګرځېدلی او هغه څه چې د طالبانو له خوا د دغو ډلو پر وړاندې د مبارزې تر نامه لاندې ویل کېږي، له چل او فریب پرته بل څه نه دي.”

د ویانا له غونډې سره هم مهاله، امریکايي چارواکو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل پر هوايي ډګر د خونړي برید اصلي طراح د طالبانو له خوا وژل شوی دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د عملیاتو په ترڅ کې، د کابل هوايي ډګر خوا کې په ځانمرګي برید کې ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش راتلونکې اوونۍ د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه د یوې غونډې کوربه توب کوي.

د افغانستان د مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود په افغانستان کې د داعش د جګپوړي غړي وژل کېدل د پوښتنې وړ او د طالبانو یو تاکتیکي اقدام بللی دی

احمد مسعود د ویانا د دويمې غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل: “دا یو تاکتیک دی چې د نړۍ نظرونه بدل کړي، دا یو تاکتیک دی چې په اصل کې د دوحې په غونډې باندې د اغېزمنتیا په موخه جوړ شوی دی. زه هیله لرم چې داسې ونه شي، ځکه چې له بده مرغه د داعش او طالبانو چلند، تاکتیکونه او ذهنیت یو شان دی. دا دوه ډلې د یوې سکې دوه مخونه دي.”

د ویانا د دویمې غونډې په اعلامیه کې، که څه هم په افغانستان کې په خبرو اترو او سوله ييزې حل لاري ټینګار شوی خو ویل شوي چې د طالبانو په وړاندې د هر ډول مقاومت ملاتړ کوي او د پراختیا او پياوړتیا لپاره یې هڅه کوي.

په همدې حال کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال په ویانا کې د طالبانو د مخالفو څېرو د غونډې هرکلی کړی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button