تجارت خبرونه

د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره یې تخنیکي چمتووالی نیول شوی

د دغه وزارت ویاند همایون افغان هیله څرګنده کړه چې ترکمنستان به ډېر ژر افغانستان کې د ټاپي پروژې کار پیل کړي.

نوموړي وویل: «الحمدالله بریالي شو چې د ټاپي پروژې نیمګړي کارونه بشپړ کړو او ټول امنیتي، تخنیکي او حقوقي مسایل مو بشپړ کړي او خوش‌بینه یوو چې هر څه ژر د دې حیاتي پروژې چارې پیل شي.»

د ترکمنستان او پاکستان تر منځ د ټاپي پروژې د طرحې لاسلیک

په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یوه بیان کې ویلي، د نفتو په چارو کې د دولت وزیر یې د ترکمنستان د ګازو وزیر سره د ټاپي پروژې د تطبیق طرحه لاسلیک کړې ده.

هغه ویلي چې د دې پروژې په پلي‌کېدو سره به د سیمې هېوادونه وکولای شي چې طبیعي ګازو ته لاسرسی پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړې: «ټاپي د ټولې سیمې د سوکالۍ لپاره مهمه پروژه ده چې له عشق‌اباده پیلېږي او له کابل او اسلام‌اباد څخه په تېرېدو هند ته رسېږي. دا پروژه به له دې سیمې سره مرسته وکړي چې طبیعي ګاز ته لاسرسی پیدا کړي.»

په دې اړه د اقتصادپوهانو نظرونه

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، سیمه کې سیاسي کړکېچونه د دې لامل شوي چې د ټاپي پروژې کار عملي نه‌شي.

د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وویل، د ا.ا د رسمیت نه‌پېژندلو موضوع او سیمه‌ییز کړکېچونه هغه موارد دي چې له کبله یې د ټاپي پروژې تمویل‌کوونکي دغه پروژه نه‌تمویلوي.

هغه وویل: «د اسیا پراختیايي بانک او ټوله کې امریکا او جاپان یې ۳۳سلنه تمویلوله چې اوس اړیکې خرابې او د افغانستان په رسمیت نه پېژندنه له امله یې له تمویل لاس باسي. له دې امله پایپ‌لیکه الماني شوې او د سیمې سیالیو کې ایساره شوې چې له کبله یې نل‌لیکه درېدلې ده.»

نور ولولئ: د ټاپي پروژې پرمختګ

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو بل کارپوه نصیراحمد رشتیا هم د ټاپي پروژې د نه پلي کېدل یو مهم لامل کړکېچونه بولي. هغه وویل: «پاکستان او افغانستان د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای چې دغه پروژه تطبیق کړي او د ایران، امریکا او روسیې کړکېچنې سیالۍ هم لامل شوي چې دغه پروژه ودرېږي.»

د ټاپي پروژې د عملي کولو هوکړه ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ لاسلیک شوه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button