سیمه

د ټاکنو په دویم پړاو کې مسعود پزشکیان د ایران ولسمشر شو

ډاکټر پزشکیان په دغه ټاکنو کې ۵۳ عشاریه درې رایې وړي چې له امله یې د ایران ولسمشر وټاکل شو

د ایران ټاکنو ادارې د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو ۳۰ میلیون کارول شویو رایو له شمېر وروسته وویل، مسعود پزشکیان دا ټاکنې ګټلې دي.

د ایران ټاکنو ادارې د شمېرو له مخې اصلاحات غوښتونکي ډاکتر پزشکیان په دې ټاکنو کې ۵۳ اعشاریه درې او سخت دریځي سیال یې سعید جلیلي ۴۴ اعشاریه درې سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

د ټاکنو دا دویم پړاو له هغه وروسته ترسره شو، چې د جون پر ۲۸مه د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ یو کاندید و نه توانېد غوڅ اکثریت ترلاسه کړي.

د خلکو له لوري د نوموړي د بریا نمانځل

د ایران ټاکنو دویم پړاو د پایلو له اعلان وروسته د مسعود پزشکیان ګڼو پلویانو د ایران د ښارونو په واټونو کې د هغه بریا ولمانځله.

د هغه ټاکنه ښايي اوس هغو ځوانانو ته نوې هيلې ورکړي چې د هېواد د وضعيت د ښه والي په اړه يې هيلې له لاسه ورکړې وې او د کډوالۍ په فکر کې وو.

نور ولولئ: د ایران ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر په سقوط شوي چورلکه کې مړه شوي

نور ولولئ: ایران د افغانستان د کانونو د لوټلو په هڅه کې

دوی تمه لري، نوی ولسمشر به وکولای شي، چې دغه هېواد په ژورو کې د ډوبېدو مخه ونیسي.

ښاغلي پزشکیان ژمنه کړې، چې له امریکا او لویو ځواکونو سره به د بندیزونو د لېرې کولو لپاره خبرې پیل، د اجباري حجاب په اړه د کړکېچ مخه به ونیسي، د انټرنېټ فلټر کولو چاره به پای ته ورسوي، او د تعامل او سوداګرۍ لپاره به د خپل هېواد دروازې پرانېزي.

afghan 2024 07 06t141419.035
د ایران دویم پړاو ټاکنې

خو دا معلومه نه ده چې ښاغلی پزشکیان به تر کومه حده عملي ازادي ولري. ښايي سخت دریځي او توندلاري به د هغه په لار کې خنډونه رامنځته کړي.

په ملګرتیا کې مې یوازې مه پرېږدئ

د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریا “د ملګرتیا پیل” بللی دی.

نوموړي لیکلي: “د ایران خلکو، ټاکنې پای ته ورسېدې او دا یوازې زموږ د ملګرتیا پیل دی.” ستاسو له ملګرتيا، خواخوږۍ او باور پرته به مخ ته پرته سخته لار، اسانه نه وي. زه تاسو ته د مرستې لاس اوږدوم او يوازې مو نه پرېږدم، تاسې هم ما یوازې مه پرېږدئ.”

د ښاغلي پزشکیان د لوړې مراسم به د اګست په لومړۍ نیمايي کې ترسره شي.

د لوړې له مراسمو مخکې باید د منتخب ولسمشر د ولسمشرۍ فرمان د علي خامنه اي له خوا ورکړل شي.

په ایران کې ولسمشریزې ټاکنې له هغه وروسته اعلان شوې، چې په مې میاشت کې د دې هېواد مخکینی ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې غورځېدو په یوه پېښه کې ووژل شو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button