د ټرانس افغان پروژې لګښت له ۷ میلیارده ډالرو واوښت

د ازبکستان د ترانسپورت وزارت مرستیال جاسوربک چورهیف ویلي، د ټرانس افغان پروژې د جوړولو لګښت د پخوانیو اټکلونو په پرتله د پام وړ لوړ شوی او ښايي له ۷ میلیارده ډالرو څخه هم واوړي.
د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي د تاشکند د پانګونې فورم په څنډه کې څرګنده کړې چې د پروژې د امکانسنجۍ تخنیکي او اقتصادي څېړنې به د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړې شي.
د ټرانس افغان پروژې لګښت ولې لوړ شوی؟
د ازبکستاني چارواکو په وینا، د ټرانس افغان پروژې لومړنی لګښت شاوخوا ۴.۶ میلیارده ډالر اټکل شوی و، خو وروستیو ارزونو ښودلې چې د رېللارې د جوړولو، تخنیکي تاسیساتو او اړوندو زیربناوو د پراخوالي له امله به ټول لګښت له ۷ میلیارده ډالرو څخه زیات شي.
چورهیف زیاته کړه چې یو شمېر هېوادونو، په ځانګړي ډول متحده عربي اماراتو او قطر، په دې ستره سیمهییزه پروژه کې د همکارۍ او پانګونې لېوالتیا ښودلې او په دې تړاو خبرې اترې لا هم دوام لري.
د افغانستان لپاره د پروژې ستراتیژیک اهمیت
ټرانس افغان پروژه د مزارشریف، کابل، خوست او خرلاڅۍ له لارې د افغانستان له خاورې تېرېږي او په پای کې د پاکستان له بندرونو سره نښلېږي. ازبکستان باور لري چې دغه رېللار به د کراچۍ بندر ته د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره تر ټولو لنډه او ارزانه ترانزیټي لار برابره کړي.
کارپوهان وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د سیمې په یوه مهم ترانزیټي دهلېز بدل شي او د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو لپاره به نوي فرصتونه رامنځته شي.
په کال کې د ۲۰ میلیونه ټنه توکو د لېږد ظرفیت
د اټکلونو له مخې، یاده رېللار به هر کال د شاوخوا ۲۰ میلیونه ټنه توکو د لېږد وړتیا ولري. همداراز تمه کېږي چې دغه دهلېز به هند، پاکستان، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه له یو بل سره ونښلوي او د سیمهییزې سوداګرۍ کچه لوړه کړي.
بلخوا، د یوروایشین پراختیايي بانک د ټرانس افغان پروژې د تمویل لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
درې اړخیزې هوکړې او راتلونکې چارې
د یادونې وړ ده چې ازبکستان، افغانستان او پاکستان د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د دې پروژې د امکانسنجۍ مطالعاتو د پرمخ وړلو لپاره درې اړخیزه هوکړه لاسلیک کړې وه. د ۵۷۳ کیلومتره اوږدې رېللارې لومړنی پلان بیا په ۲۰۲۱ کال کې تصویب شوی و.
ازبکستاني چارواکي وايي، که د پروژې لپاره اړینې مالي سرچینې برابرې شي، د ټرانس افغان پروژې بشپړېدل به لږ تر لږه پنځه کاله وخت ونیسي.



