افغان کډوال

د ټرمپ اداره په امریکا کې د افغانانو د بیامېشتېدنې دفتر تړي

اړوند خبرونه: 

مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي

د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه دفتر ته خبرداری ورکړی چې تر اپرېل میاشتې د تړلو پلان جوړ کړي.

سترایټس ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د حکومت یو چارواکي، یو مخکښ فعال، او له دې پرېکړې خبرې دوې سرچینې وايي، دا ګام ښايي نژدې ۲۰۰ زره افغانان د نوي ژوند له فرصت څخه بې‌برخې کړي.

دوی وویل، د افغان-امریکايي پوځیانو کورنۍ غړي، هغه ماشومان چې د خپلو والدینو سره د یوځای کېدو اجازه یې ترلاسه کړې، د هغو افغانانو خپلوان چې دمخه امریکا ته داخل شوي، او لسګونه زره افغانان چې د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال یې د امریکا حکومت ته کار کړی، له هغو کسانو څخه دي چې د دې دفتر له تړل کېدو سره به رد شي.

د #AfghanEvac بنسټ ایښودونکي شان وینډایور، چې د پخوانیو پوځي سرتېرو، د حقوقي مدافعانو ډلو، او د امریکا د حکومت ترمنځ د افغانانو د بیا ځای پر ځای کولو اساسي ائتلاف رهبري کوي، وویل:

«د دې دفتر تړل به یو ملي شرم وي، زموږ د افغان متحدانو، د هغو پوځیانو چې د هغوی لپاره یې جګړه وکړه، او د امریکا له ژمنې سره خیانت دی.»

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سمدستي د تبصرې غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

دا پرمختګ په داسې حال کې شوی چې د ټرمپ ادارې له خپلو سفارتونو غوښتي چې د کارکوونکو د کمښت لپاره چمتو شي.

همداراز، د میلیاردر ایلن اسک DOGE دفتر د حکومت په کچه د ۲ تریلیون ډالرو لګښت کمولو هڅه پر مخ وړي.

د افغانانو د بیا ځای پر ځای کولو د همغږۍ دفتر (CARE) د امریکا له افغانستانه د ګډوډ وتلو پر مهال، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې، د یوه موقتي اقدام په توګه جوړ شو، څو هغه افغانان امریکا ته ولېږدوي چې د جګړې پر مهال یې د امریکا حکومت ته کار کړی و او د طالبانو له احتمالي انتقام سره مخامخ وو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button