د ټرمپ تازه څرګندونې؛ “د بګرام هوايي اډه چین اشغال کړې”

اړوند خبرونه:
د ای سي ای لخوا د طالبانو پرضد د پخوانیو افغان سیاستوالو د کارولو نوي هڅه
م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني
ذبیح الله مجاهد: پخواني سیاستوال د ای ایس ای په مرسته بیا واک ته نه شي راتللی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې چین د بګرام هوايي اډه اشغال کړې او په سیمه کې د ځان په ګټه ترې کار اخلي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ، د می په اوله، یوې غونډې ته د وینا پر مهال وويل: “…موږ ځو او بګرام اډه به بېرته ترلاسه کوو، دغه لویه او مهمه اډه ده، دغه اډه د مزله په حساب له چین یو ساعت واټن لري او دا هغه ځای دی چېرته چې چین زروي وسلې جوړوي. چین څه کوي؟ له یوې خوا زروي مزایل جوړوي او بل یې د بګرام اډه نیولي ده، موږ به په هر قیمت دغه اډه بېرته ترلاسه کوو.”
ټرمپ همداراز ویلي چې امریکا د وتلو پر مهال افغانستان کې زموږ ۱۳ سرتېري د داعش برید ووژل شول او ۴۲ نور مرګوني ټپیان شول.
هغه په خپله وینا کې یو ځل بیا د امریکا پخوانی ولسمشر جوبایډن د بګرام هوايي اډې په له لاسه وتلو تورن کړ.
د امریکا ولسمشر داسې مهال وروستۍ څرګندونې کوي چې افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم هغه ادعاوې بار، بار رد کړي چې ګواکي د بګرام هوايي اډه دې له چین سره وي.
د یادونې وړ ده چې طالبان، امریکا ته د بګرام هوايي اډې ورسپارلو ته هم تیار نه دي.