سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

د ټي ټي پي په برید کې څلور کسه پاکستاني پولیس افسران وژل شوي

پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۳۰مه نېټه چې د وري مياشتې له ۱۰مې نيټې سره سمون خوري تائید کړه چې د اورپکو په دوو بریدونو کې د هغه هیواد څلور پولیس افسران وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي

ویل کیږي چې په لومړي مورد کې پاکستانیو طالبانو د هغه هېواد په شمال لویدیځ د لکي مروت په سیمه کې سهار وختي د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې شپږ پولیس یې ټپیان کړل.

خو څلور پولیس افسران وروسته له هغه ووژل شول چې د ملاتړو ځواکونو موټر د سړک غاړې پر ماین وربرابر شو.

د اشفاق خان په نامه د پولیسو یوه سیمه يیز افسر ویلي چې په لکي مروت کې د پولیسو پر مرکز د شکمنو برید کوونکو اورپکو د موندلو عملیات روان دي.

پاکستاني طالبانو یا ټپي ټي پي د دواړو بریدونو مسوولیت منلی.

پاکستاني طالبان له افغان طالبانو څخه یوه جلا ډله ده خو په خپلو کې اړیکي سره لري

پاکستاني طالبانو وروسته له هغه په پاکستان په خاص ډول د هغه هېواد پر پوځیانو خپل بریدونه زیات کړي دي چې د ۲۰۲۲ ميلادي کال په نومبر کې یې د هغه هېواد له حکومت سره خپل اوربند چې د افغان طالبانو په منځګړیتوب ترلاسه شوی وو، پای ته ورساوه.

له دې مخکې د خیبرپوښتونخوا پولیسو ویلي وو چې په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې ۱۹۶ ترهګر او ۱۱۸ پولیس منسوبین په وسله والو نښتو کې وژل شوي او ۱۱۷ نور په دې نښتو کې ټپیان شوي دي.

په دې وروستو کې په پاکستان کې په پوځ او پاکستاني پوليسو بريدونه ډېر شوي دي.

پاکستان همدا مهال د پاکستاني طالبانو او بد اقتصادي وضعيت له امله تر ګواښونو لاندې دی

په دې وروستيو کې په پاکستاني پوځ او پوليسو د پاکستاني طالبانو بريدونه زيات شوي دي او پاکستانی پوځ ادعا لري چې دوی د افغان لوري لخوا حمايه کيږي.

پاکستاني لوړ پوړي چارواکي څه موده وړاندې په يوه نا اعلان شوي سفر کابل ته هم راغلل او له افغان سرپرست حکومت سره یې خپلې اندیښنې شریکې کړې.

د پاکستان له لوري د دغه بریدونو پړه پر افغاني لوري اچول کیږي خو هر ځل ورته تورونه په افغانستان کې د طالبانو حکومت ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د جمهوري حکومت پر مهال پاکستان افغان طالبانو ته پر پناه ورکولو او له دوی څخه پر ملاتړ کولو تورن و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button