سیمه ییز خبرونه

د ټي ټي پي ګواښ او پیاوړي کېدل؛ د ملاکنډ د نیولو لپاره چمتوالی لري

عوامي نېشنل ګوند خبر ورکړی چې پر ملاکنډ د ټي ټي پي برید کېدونکی دی

د یاد ګوند د خیبرپښتونخوا صوبايي مشر ایمل ولي خان وايي، ټي ټي پي د ملاکنډ د نیولو لپاره په نورستان ولایت کې کافي ځواک راټول کړی دی.

بل‌خوا په پاکستان کې د ټي ټي پي له وروستیو بریالیو عملیاتو او په دغه هېواد کې پر پوځ له مرګوني بریدونو داسې ښکاري چې دغه ډله ورځ تر بلې غښتلي کېږي او نوي وسلې تر لاسه کوي.

په ورته وخت کې ایمل ولي خان ویلي، د ملاکنډ د نيولو لپاره د افغانستان په نورستان ولايت کې يو لوى ځواک چمتو شوى دى.

د ټي ټي پي د پخوانیو سزاګانو بېرته راګرځېدل

تحریک طالبان پاکستان د شمالي وزیرستان او خیبرپښتونخوا ځینو سیمو کې خلک سحرايي محکمې ته راکاږي او بیا ورته د مرګ تر کچې سزاګانې ټاکي.

په دغه سیمو کې د پښتنو د مشرانو، علماوو او مخورو د ترور او وژلو لړۍ هم ګرمه شوي ده.

د سیمې خلک وايي، ددوی په سیمو کې د ټي ټي پي کسان ورځ تر بلې پر قوي ځواک د بدلېدو په حال کې دي.

نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټرېبیون هم د ایمل ولي خان له خولې لیکلي، چې دا مهال د خيبر پښتونخوا سوېلي برخه په بشپړه توګه د ټي‌ټي‌پي په لاس کې ده او ډېر ژر به يې تر ولکې لاندې راولي.

afghan (48)
د خیبرپښتونخوا صوبايي مشر ایمل ولي خان

نوموړي د چارسدې په ولي باغ سیمه کې رسنیو سره د خبرو پرمهال ویلي، چې ګوند یې له لومړۍ ورځې څخه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د غږ پورته کول، که عملي اقدام؟

د هغه په وینا، په حکومت کې شته کسان باید د غږ پورته کولو پر ځای عملي ګامونه اوچت کړي.

هغه همدارنګه ویلي، که وزيراعلی علي امين ګنډاپور په ریښتیني توګه د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کړي؛ نو د دوی ګوند به يې ملاتړ وکړي.

نوموړي ادعا کړې، چې څلوېښت زره ترهګر له افغانستانه پاکستان ته راستانه شوي دي.

هغه ویلي، عمران خان، پخوانی وزیر اعلی محمود خان او مدافع وکیل سیف پاکستان ته د ترهګرو په راوستلو کې لاس لري، خو د اېمل ولي خان د دغو ادعاوو په تړاو تراوسه پاکستاني حکومت او افغان طالبانو څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پر پوځ د ټي ټي پي او بلوڅو بریدونو له اسلام اباد لاره خطا کړي ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button