ټکنالوجي

د ټکنالوژي بې ساری پرمختګ؛ ساینس‌پوهان وايي تر ۲۰۳۵ کال به سپوږمۍ کې فوټبال کوو

ایا باور کوئ چې انسانان به د ټکنالوژۍ په مرسته او پرمختګ په سپوږمۍ کې فوټبال کوي؟

د انجینرۍ او ټکنالوژۍ انستیتوت ساینس پوهان وړاندوینه کوي، چې د آرتمیس پروژې په دوام سره به تر ۲۰۳۵ کاله پورې مونږ وشو کولی چې سپوږمۍ کې فوټبال وکړو.

دا اړینه ده چې د سپوږمۍ د سطحې او چاپیریال سره د سمون په موخه، چې سپوږمۍ کې یې د ترسره کېدو امکانات برابر شي دغې لوبه کې یو څه بدلونونه راشي.

د فوټبال لوبه څنګه سپوږمۍ کې له شرایطو سره برابرېدی شي؟

څنګه کولی شو سپوږمۍ کې فوټبال لوبه وکړو

د انجینرۍ او ټکنالوژۍ د انستیتوت د ساینس پوهانو په وینا، لوبغالی باید اته برابره کوچنی وي، د لوبو وخت باید د دوو برخو پر ځای پر څلورو مساوي برخو وویشل شي، لوبغالی باید پر جال خوندي وي او لوبه باید یو بل سره د لوبغاړو د تماس یا لګېدلو پرته ترسره شي.

دا ټول شرایط په سپوږمۍ کې د جاذبې قوې د کمښت له امله دي.

په سپوږمۍ کې د ځمکې یو پر شپږمه برخه د جاذبې قوه شته. هېڅ باد او هوا نشته او همدا دلیل به وي چې توپ به په بشپړ ډول بل لوري ته حرکت کوي او په یوه وار ضربه وهلو به د ځمکې د مخ پرتله د شپږ برابره په واټن لېري ځي.

سپوږمۍ کې د فوټبال لوبې کولو پر مهال به څه ډول توپ کارول کېږي؟

نور ولولئ: روسیې له ۴۷ کلن ځنډ وروسته سپوږمۍ ته بېړۍ ولېږله

سپوږمۍ کې د فوټبال لوبې د ترسره کولو لپاره به توپ د عادي توپ پرتله یو نیم برابره لوی وي او د هوا پر ځای به په یوه ځانګړي سفنج ډک شوی وي، چې پورته او ښکته واچول شي.

دا چې سپوږمۍ ډېره روښانه ده، توپ باید سپین او تور وي چې د ډېر ځلېدلو مخه یې ونیول شي او په سترګو ښه ولیدل شي.

او ښه خبره بیا ‌پکې دا ده چې که تاسې د آف سايډ‌ پر اصولو نه پوهېږئ نو په سپوږمۍ کې آف سایډ هېڅ نشته.

د انجینرۍ او ټکنالوژۍ د انستیتوت یو ساینس پوه براین ډیویډ جانسن وايي:” په ۲۰۲۵ کال کې د سپوږمۍ له ماموریت سره مونږ په سپوږمۍ کې د انسانانو اوسېدو ته یو ګام نور هم مخکې کېږو، وړاندې به نه وي چې یوه ورځ د سپورت او تفریح په څېر مونږ په سپوږمۍ کې د انسانانو د اوسېدو پر لارو چارو کار روان کړو.”

سپوږمۍ کې د فوټبال لپاره جامې

تاسو په سپوږمۍ کې د خپلې خوښې ټیم یونیفورم نه شئ اغوستلی. تاسو باید ځانګړی سپېس سوټ واغوندئ چۍ د سپوږمۍ له او چاپیریال سره مطابقت لپاره د داخلي تودوخې او سړولو سیستمونه ولري.

که تاسو د لوبې پر مهال خولې کېږئ جامې مو باید داسې ډیزاین شوې وي چې ټوله اضافي اوبه یا مایع په بشپړ ډول بېرته جذب کړي.

تاسې باید یوه ځانګړې خولۍ پر سر کړئ چې پر مټ یې تاسې کولی شئ د ټیم غړو، روزونکو او ریفري سره اړیکه ونیسئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button