ټکنالوجي

د ټېکنالوژۍ برخه کې د نجونو نړیواله ورځ؛ افغان روباټ جوړوونکې نجونې پر څه بوختې دي؟

ملګرو ملتونو د نړۍ پر نجونو او ځوانو ښځو غږ کړی چې د ټېکنالوژۍ ډګر اړتیا ورته لري او بویه چې ډيجيټل مهارتونه زده کړي

دغه بنسټ هر کال د اپریل ۲۷مه په مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ کې د نجونو نړیوالې ورځې په توګه نمانځي او د سږ کال شعار یې د ډيجيټلي مهارتونو زدکړه ټاکلی. په همدې ترڅ کې د افغانستان روباټ جوړوونکو نجونو ډله وايي چې په دوحه کې د داسې روباټ پر جوړولو بوختې دي چې درس یا زدکړه به ورکولای شي. خو په افغانستان کې د ټېکنالوژۍ او ساینس برخې زدکوونکې نجونې بیا د طالبانو له لوري د بندیزونو له کبله ناهیلې دي.

په ورته مهال ملګري ملتونه وايي ډيجيټلي مهارتونه د نجونو او ښځو ژوند بدلولای شي

ملګري ملتونه زياتوي، نجونو او ښځو ته د ټېکنالوژۍ ډګر اړتیا لري او بویه چې ډيجيټل مهارتونه زده کړي.

دغه بنسټ د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ په برخه کې د نجونو نړیوالې ورځې د سږ کال شعار هم د ډيجيټلي مهارتونو زدکړه ټاکلې.

نور ولولئ: استرالیا هڅه کوي د سایبري بریدونو په وړاندې خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي

د ملګرو ملتونو د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ د ځانګړې ادارې یا آی ټي یو سرمنشي ډورين باګډېن مارټین وايي، “ډيجيټلي مهارتونه،‌ ان که ډېر لومړني هغه هم وي، د خلکو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو ژوند بدلولی شي او ښځې د راتلونکې رهبرانې کولای شي”

اغلې مارټين ټينګار کړی چې په دې برخه کې به ښځې له کلک ملاتړ څخه برخمنې وي.

په دې اړه د افغانستان روباټيک ټيم غړې لیلا حیدري وايي چې پر افغان نجونو د طالبانو له لوري د کار، زدکړو او عام ژوند په برخه کې لګول شویو بندیزونو ناهیلې کړې او وايي چې د ټېکنالوژۍ په برخه کې خپلو هیلو او ارمانونو ته رسېدل ورته ناشوني برېښي او ان پر خپل ژوند هم ډارېږي.

آينورا؛ داسې روباټ چې تدریس به وکړای شي؟

هاخوا بیا د روباټ جوړوونکو نجونو کارونه ښايي د لیلا حیدري په څېر ناهیلو او زړه ماتو نجونو ته ټکور ورکوونکي و اوسي چې وايي: د داسې یوه روباټ پر جوړولو بوختې دي چې تدریس به کولای شي.

نور ولولئ: ايټاليا کې پر مصنوعي ځيرکتيا (OPENAI) بنديز او په هند کې یې پراختیا

د دې ډلې مدیره او د ډيجيټل وګړو بنسټ مشره رویا محبوب وايي: په دوحه کې د دغه ټيم نجونې پر زدکړو بوختې دي او زیاتوي: “زموږ نجونو سږ کال بېلابېلو پوهنتونونو ته اپلای کړې وه او له نېکه مرغه زیاتره یې منل شوې دي. ځينې د امریکا او بریتانیا پوهنتونونو ته بریالۍ شوې دي. اوس په دې هیله یو چې ویزې ترلاسه کړي او زدکړې پیل کړي‌ او د کمپيوټر ساینس او انجینري برخه کې زدکړو ته دوام ورکړي”

د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د دې ډلې ځینې غړې امریکا ته او ګڼې هغه یې قطر ته لاړې چې هلته پر زدکړو بوختې دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button