Uncategorized

د پاکستاني ریاست له زندانونو د ۶۰ افغان بندیانو خوشي کېدل

اړند خبرونه: 

جرمني وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ډېر خراب شوی

اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي

منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو

په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې ۶۰ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

په ننګرهار کې طالبانو تایید کړه چې دا کسان پنجنشنبه د سلواغې پر ۱۱مه، د تورخم له لارې هېواد ته راغلي دي.

په تورخم کې د کډوالو د لېږدولو لپاره د طالبانو مسوول بخت جمال ګوهر ویلي چې هغه افغانان چې هېواد ته راستنیږي له قانوني اسنادو سره سره د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي او له دوو تر ۲۷ ورځو پورې بندیان وو.

د هغه په ​​وينا، دغه کسان د کابل، ننګرهار، پکتيا، لغمان، کونړ، هرات، پروان او ځينو نورو سيمو اوسېدونکي دي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان پولیسو له څو اونیو راهیسې د افغان کډوالو د جبري اېستلو  بهیر یو ځل بیا پیل کړی دی.

په پاکستان کې د افغان کډوالو له ډلې ځینو سرچینو ویلي چې د دغه هېواد پولیسو په ځینو مواردو کې هغه افغانان هم اېستلي دي چې د استوګنې قانوني اسناد یې لرل.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button