افغان کډوال

د پاکستاني ریاست له زندانونو ۴۲ بندي افغانان ازاد شوي دي

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۴۲ افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت پنجشنبه د سلواغې پر ۲۰مه، په یوه خبرپاڼه ویلي چې په خوشي شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو په وینا، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو.

پر دې سربېره ، دغه کسان له دوو تر پنځو ورځو پورې په « حاجي کمپ» کې ساتل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په وروستیو ورځو کې له اسلام اباده د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button