سیمه

د پاکستاني ریاست پر پوځي کاروان برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي

اړوند خبر:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سبا شنبه افغانستان ته سفر کوي

تحریک طالبان پاکستان ویلي چې د پاکستان د پوځ پر یوه کاروان برید کې یې ۱۱ پوځیان وژلي دي

اسلامپاله وسله‌والو نن (چهارشنبې-  د اکتوبر ۸مه) ډیورند کرښې ته نژدې د پاکستاني پوځ پر یوه کاروان په حمله کې نهه سرتېري او دوه افسران وژلي دي.

د دې برید مسوولیت ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک تحریک په غاړه اخیستی دی.

د رويټرز د راپور له مخې، د کورمې په شمال لوېدیځو ولسوالیو کې لومړی د سړک د غاړې د ماینونو چاودنه وشوه او وروسته ګڼ شمېر وسله‌والو پر پوځیانو ډزې وکړې چې له کبله سې د دوو صاحب منصبانو په ګډون ۱۱ پوځیان ووژل شول.

د پاکستان پنځو امنیتي چارواکو دا پېښه تأیید کړې ده.

د پاکستان دفاع وزیر: د افغانستان په چارو کې د اسلام اباد لاسوهنه تېروتنه وه

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد سرتېري د عملیاتو پر مهال وژل شوي چې په ترڅ کې یې د اورکزو په ګاونډۍ ولسوالۍ کې ۱۹ اسلامپاله یاغیان هم وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په یوه خبرپاڼه کې چې رويټرز ته استول شوې، ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو د پوځ کاروان په نښه کړی دی.

په وروستیو میاشتو کې ټي ټي پي، چې غواړي د هېواد حکومت نسکور کړي او د افغانستان په شان د اوسني پاکستان په پښتني سیمو کې هم اسلامي نظام راولي، د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

دا هم ولولئ:  د پاکستان سفیر: افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې به اسانیاوې رامنځته کړو

اسلام‌اباد وایي چې دغه وسله‌وال د ګاونډي افغانستان له خاورې د روزنې او د بریدونو د پلانولو لپاره کار اخلي، او ادعا کوي چې د دوی «ابدي سیال» هند د دغو ډلو ملاتړ او تمویل کوي — هغه ادعا چې کابل او نوي ډیلي دواړو رد کړې ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button