نړیوال خبرونه

د پاکستاني پوځیانو د هوايي بمبار له امله د قربانيانو شمېر زیات شوی دی

طالب چارواکي وايي چې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځيانو د هوايي بريدونو له امله د تلفاتو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی. د دوی په خبره، د قربانيانو ډېره برخه ښځې او ماشومان دي. دغه راز طالبان ادعا کوي چې د پاکستان د توپونو په بریدونو کې هم څو کسه ملکي وګړي وژل شوي دي.

فرانسې خبري آژانس د یکشنبې په ورځ ناوخته د یوه طالب چارواکي له قوله ویلي چې په خوست کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۴۱ ته رسېدلی او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. د هغه په ​​وينا، قربانيان ټول ملکي وګړي دي چې ډېر يې ښځې او ماشومان دي.

طالب چارواکي وايي چې په کونړ ولایت کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې شپږ نور ملکي وګړي هم وژل شوي دي. طالبانو او ځايي خلکو له دې وړاندې ویلي ول چې د پاکستان د پوځ توپچي له پولې هاخوا بریدونه کړي دي.

د پاکستان پوځ په لومړي سر کې دا بریدونه تائید نه کړل، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ پر طالبانو غږ وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان د سخت دریځو وسله والو پر ضد دې جدي اقدام وکړي.

نور یی ولوله | د بابر اعظم د (۱۹۶) منډو پاڼۍ د ټیسټ اتلولیو سیالیو په غوره پاڼیو کې شامله شوه

پاکستان ادعا کوي چې اورپکې ډلې له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي دي چې د پاکستان د پوځ وروستۍ کړنې “تنبیهي” وې ځکه د ياد وزارت په وینا د افغانستان له اوسنیو واکمنانو څخه په وار وار غوښتنه شوې وه چې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مخینوی دي وکړي، خو کومه نتیجه یې ورنه کړه.

په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د اورپکو په بريد کې اووه پاکستاني پوځيان وژل شوي ول. دا سیمه د افغانستان له ختیځو ولایتونو سره ګډه پوله لري. په دې وروستيو کې په سرحدي سيمو کې تاوتريخوالى يو ځل بيا زيات شوى دى.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button