لوبې

د بابر اعظم د (۱۹۶) منډو پاڼۍ د ټیسټ اتلولیو سیالیو په غوره پاڼیو کې شامله شوه

بابر اعظم د خپل کیریر د غوره پاڼۍ له امله یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ، د استرالیا پر وړاندې د هغه ۱۹۶ منډې د ټیسټ اتلولیو سیالیو په غوره کارکردګۍ کې شاملې شوې.

د آی سي سي د ټیسټ اتلولیو سیالیو د روان پړاو په غوره توپ وهونکو کې لومړی نوم د نیوزیلېنډ لوبډلمشر ټام لیتم دی، چې د بنګله دېش پر وړاندې یې غبرګه سلیزه ووهله او لوبلړۍ یې برابره کړه.

هغه په کریسټ چرچ کې د بنګله دېش پر وړاندې په ۳۷۳ توپونو ۲۵۲ منډې وکړې. له هغه وروسته بابر اعظم د اسټرالیا پر وړاندې کراچۍ کې په ۴۲۵ توپونو ۱۹۶ منډې وکړې.

نور یی ولوله | یونیسف په خوارځواکۍ د اخته ۳۵زره افغان ماشومانو درملنه يې کړې

دا د ټیسټ په تاریخ کې په څلورمه پاڼۍ کې اووم نمبر لوړې منډې هم دي. په دې دغه لوبه کې نوموړي په خپلې غوره توپ وهنې سره وکولی شو چې د اسټرالیا خلاف لوبه مساوي پای ته ورسوي.

همدا راز د ټیسټ اتلولیو سیالیو په روانه پړاو کې د لومړۍ پاڼۍ تر ټولو غوره توپ وهنه د جو روټ ده چې د هند خلاف یې په لارډز کې ۱۸۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. ورپسې رویندرا جدیجا و چې موهالې کې یې د سریلانکا خلاف ۱۷۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button