د پاکستاني پوځ د فشارونو له امله له مکین سیمې خلکو کډې بار کړې
له مکین سرچینې وايي، پوځ په زوره له کورونو ایستلي او اوس نورو سیمو ته ځي
د بر جنوبي وزیرستان د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان او ځايي خلک وايي، د دیسمبر په ۲۵مه د دشکې او اباخېلو سلګونه کورنۍ د پوځ لخوا مجبورې شوي او نورو سیمو ته کډه شوې دي.
تر دې وړاندې د بر جنوبي وزيرستان د مکين تحصيل جرګې د دیسمبر پر ۲۴مه رسنیو ته ویلي وو، پوځ ورته ویلي چې خلک دې د دواړو کلو نه ووځي ځکه چې پوځ هلته د وسله والو پر ضد عملیات کول غواړي. هغه مهال جرګې ویلي وو چې کلي به نه خالي کوي.
پر پاکستاني پوځیانو مرګونی برید
مکین د بر جنوبي وزیرستان هغه سیمه ده چې د دیسمبر پر ۲۱مه پکې په یو وسلوال برید کې د پاکستان ۱۶ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۸ نور زخمیان شوي وو. د هغه برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان قبول کړی وو.
په مکین کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر منهاج مسید د دیسمبر پر ۲۵مه وویل، د پوځ له امر وروسته خلکو کډې ویستل پیل کړې دي.
نور ولولئ: د مکین جرګه وايي پوځ ورته له دوو کلیو د کډو بارولو امر کړی
نور ولولئ: د بلوچستان د ازادۍ پوځ؛ د پاکستان پوځ ته په ۹ بریدونو کې درانه مرګ ژوبله اوښتي
“خلک پیدل، په تکلیف او پریشانۍ کې له کلو وتلي او مکین ته راغلي دي. انتظامیې خلکو ته هېڅ قسمه سهولت نه دی برابر کړی. پښتون ژغورنې غورځنګ خلکو ته د شل ـ دوه ویشتو ګاډو بندوبست کړی وو. دا خلک د مکین په مختلفو کلو کې خواره واره شول. زموږ ملګرو د راوتلو کورنیو حساب نیولی تر ۲۵۰ پورې کورنۍ راوتلې دي.”
نوموړي زیاته کړه چې د پوځ په امر دا خلک وویستل شول خو د بر جنوبي وزیرستان د مکین سیمې انتظامیې نه دغو کورنیو ته د استوګنې بندوبست کړی دی او نه هم د خوړو.
خو بل لوري ته د لدا سب ډویژن
پولیسو مشر هدایت الله وویل چې خلکو له پوځ نه غوښتنه کوله چې ورته دې وخت ورکړل شي خو له هغې غاړې ورته وخت ورنه کړل شو.
هغه وویل: “نن له سهاره د کډو ویستلو لړۍ پیل شوې، ډاټسنې لېږو او خلک راوباسو، تر اوسه دوه، دوه نیم سوه پیرې به مو لګولې وي، پولیس د خلکو سره ځي او راځي او خلک راوتلي دي. د خلکو د راویستلو لپاره د ګاډو کرایې پولیس ورکوي.”
په لره پښتونخوا کې افغان پښتون ولس د پاکستاني پوځ له حضور سره مخالفت کوي او دوی وايي، چې پوځ دې له دغه سیمې ووځي.