کورني خبرونه

د پاکستانی طالبانو مذاکراتو لپاره افغان طالبان دریمګړی دی

 پاکستان پاکستان

فواد چوهدري ویلی چی  پاکستاني طالبانو سره  مذاکرات روان دي افغان طالبان منځګړیتوب کوي د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزير فواد چوهدري ويلي چې حکومت او  (ټي ټي پي) د يوې هوکړې له مخې مکمل  اوربند ته چمتو شوي

ښاغلی  ویلي چی  افغان طالبانو په دې مذاکراتو کې مثبتی  چاری لوبولی او د دواړو اړخ ترمنځ یې منځګړیتوب کړی . د يادونې وړه ده چې د پاکستاني طالبانو سره د خبرو په تړاو د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ترکيې ټي ارټي تلويزيون ته  ويلي وو چې د پاکستان حکومت د طالبانو له بېلابېلو ډلو سره په خبرو روانی دی. په پاکستان کې د پارلمان د قومي سلامتۍ له غونډې وروسته په يوه ويډيويي کې د نشراتو وزیر  فواد چوهدري ویلی چې   عمران د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په پخپله  مرکه کې له طالبانو سره د خبرو

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

يادونه کړې  چې اوس پيل شوي  . ښاغلی  ویلی چی  له پاکستاني طالبانو سره خبرې  به د پاکستان د اساسي قانون مطابق تر سره شي. فواد چوهدري دا دعوه  هم کړې چې د يوې هوکړې له مخې به د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ په مکمله توګه د  اوربند اتفاق  شوې چې د خبرو د پرمختګ په صورت کې به اوربند اوږد  شي. د نوموړي لدی  وروسته ښکاره  پاکستاني طالبانو  ويلي چې  د خبرو او اوربند په تړاو  د پاکستاني طالبانو د مشرتابه غونډه له وروسته به رسمي اعلامیه خپره شي.

بل اړخ د دوشنبې پر ورځ د پاکستان په پارلمان کې د ولسی  او ملي شورا د قومي سلامتۍ  غونډه کې د سیاسي ګوندونو پارلماني مشرانو، وزیرانو، د پوځ او استخباراتو مشرانو، د ټولو ایالتونو اعلی وزیرانو او یو شمېر نورو چارواکو  همګډون کړی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد  د دې غونډې څخه  وروسته له رسنوالو ته  په لنډو خبرو کې ویلي د یادې غونډه کې د افغانستان پر وضیعت  او له پاکستاني طالبانو سره د حکومت پر مذاکراتو خبرې شوې خو د ده په خبره کومه پرېکړه په کې هم نه ده شوې.

خو تر دې وړاندې د پاکستاني طالبانو تحريک وياند محمد خراساني د بي بي سي خبريال خدای نور ناصر ته ويلي چې دوی هېڅکله له خبرو ډډه نه ده کړې خو اوس مهال داسې څه نشته.

د چارواکو په خبره په دې غونډه کې د افغانستان پاکستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې شوې دي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي شبکې مشر د دې غونډې ګډونوالو ته مالومات ورکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button