نړیوال خبرونه

د پاکستان اوافغانستان د بهرنیوچارو وزیرانو پرافغان سوله تلیفوني خبرې کړي دي

د پاکستان اوافغانستان د بهرنیوچارو وزیرانو پرافغان سوله تلیفوني خبرې کړي دي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د سولې پروسې په اړه تلیفونې خبرې شوې دي.

خارجه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې محمد حنیف اتمر او شاه محمود قریشي پرون ماښام سه شنبه اکتوبر۲۷(لړم۶) د سولې وروستیو جزئیاتو باندې سره خبرې کړي ديپه پیل کې ، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په هغه هیواد کې میشتو افغان مهاجرینو سره دCovid19 ناروغی د خپریدو په وخت کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه.او وی ویل پاکستان همیشه د افغان عوامو سره په ځانګړي ډول پاکستان کې مېشت افغانانو سره همکاري کړې ده.

اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

دواړو لورو د ویزې مسلو حل او د افغانستان اتباعو لپاره د قونسلي ظرفیتونو لوړولو پر امکاناتو هم خبرې وکړې.اعلامیه زیاتوي”دواړو لورو د سولې پروسې پر ورستیو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو پرګډې همکارۍ په ځانګړې توګه د سولې خبرو کې د پاکستان رول په اړه خبرې اترې کړي دي.”

اعلامیې کې د شاه محمود قریشي له قوله راغلي دي چې افغانستان کې روان تاوتریخوالی به د بین الافغاني خبرو له لارې ختم شي.هغه دا هم ویلي چې هېواد یې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي او پر دې ټینګار کړی چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.په پای کې ، دواړو لوریو د دواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پراختیا او پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ.

د پاکستان اوافغانستان د بهرنیوچارو وزیرانو پرافغان سوله تلیفوني خبرې کړي دي

له دې سره په یو وخت کې د اسلامي همکاریو سازمان هم یو ځل بیا په افغانستان کې د ملکیانو وژل کېدو په اړه د خواشینۍ څرګندونې تر څنګ د جګړې ښکلېلو خواو غوښتي چې اوربند وکړي او د سولې خبرو د کامیابۍ لپاره ودرومي.د دې نه وړاندې د بنګله دیش هېواد دیني علماو هم فتوه ورکړې وخ چې افغانستان کې روان جنګ باید پای ته ورسیږي او اوربند وشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button