سیمه

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: طالبان باید زموږ په کورنیو چارو کې لاسونه ونه کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ د طالبانو وروستۍ خبرپاڼې ته غبرګون ښوولی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د طالبانو له‌خوا د پاکستان د سياسي حالاتو په اړه څرګندونې په کلکه رد کړې او د طالبانو خبرپاڼه یې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې.

ممتاز زهرا بلوچ د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وياند د تېرې ورځې څرګندونو په غبرګون کې وويل: «پاکستان د طالبانو حکومت د وياند اعلامیه د پاکستان په کورنیو چارو کې د شرم وړ لاسوهنه بولو او دا راته د منلو وړ نه ده.»

پاکستان کې د وروستۍ ګډوډۍ په اړه د طالبانو اندېښنه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و چې حکومت يې پاکستان کې د حکومت او سياسي مخالفانو ترمنځ د ترينګلتيا په اړه اندېښنه لري چې په سيمه به منفي اغېز وکړي، هغه د پاکستان حکومت ته مشوره ورکړې وه چې له خپلو مخالفانو سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

نور ولولئ: له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو ضرب الاجل نږدې شوی، طالبان څومره تیاری لري؟

نور ولولئ: اسلام اباد پر سیاسي ګوندونو غږ کړی چې د ناقانونه افغان کډوالو پر سره مه درېږئ

نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د رسنیو د پوښتونو په ځواب کې ویلي، چې طالبان باید یو ډیموکراټیک هېواد ته د مشورې ورکولو پر ځای دې خپلو کورنیو ستونزو ته رسیدنه وکړي.

نوموړې ویلي: «ټولګډونه حکومت ته دې لومړیتوب ورکړي او د خپلو خلکو اړتیاوو او هیلو ته دې ځواب ویونکي شي، د ښځو او نجونو لپاره دې د زده‌کړو حق ورکړي چې د مذهب د غلط تفسیر له لارې د هغوی حقونه تر پښو نه لاندي کوي.»

د طالبانو لخوا د کړیو ژمنو د عملي کېدو غوښتنه

همدارنګه اغلې بلوچ زیاته کړې: «د طالبانو سرپرست حکومت باید د نړۍوالي ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي، چې ترهګرو ډلو ته به ځای نه ورکوي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: «پاکستان په سیمه کې سولې، خبرو اترو او همکارۍ ته ژمن دی او د افغانستان په ګډون له ټولو هېوادونو تمه لري چې د مسوولانه نړۍوال چلند او نړۍوالو اړیکو بنسټیزو معیارونو ته غاړه کېږدي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي و، چې پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفانو تر منځ د وضیعت د ترینګلتیا په اړه اندېښنه لري، او په پاکستان کې روان حالت به په سیمه منفي اغیزې وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button