د پاکستان دفاع وزیر: د افغان کډوالو د ایستلو مخالفان د پاکستان دښمنان دي

اړوند خبرونه:
عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي
علیرضا بیګدلي: ایران کې افغان کډوال د دې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي، هر څوک چې له پاکستانه د افغان کډوالو له ایستلو سره مخالف وي، هغوی د افغانستان او ددې نظام دښمنان دي.
نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: “که یو کس هم د افغان کډوالو له ایستلو سره مخالف وي، نو د پاکستان له دښمنانو سره نه، بلکې د پاکستان دښمن دی. د هیچا په ذهن کې باید ابهام یا شک نه وي.”
د پاکستان دفاع وزیر زیاتوي چې د افغان کډوالو اولادونه په همدې هېواد کې زېږېدلي او لوی شوي، خو بیا هم د پاکستان بیرغ او خاورې ته بې احترامي کوي.
ښاغلی اصف په ټینګار سره وايي، “ددوی هېواد (افغانستان) زموږ د دښمنانو پټنځای دی”.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي وو، افغان کډوال باید مجبور نه کړل شي چې له پاکستانه ووځي.