ستاسې اند او نظرسیمه

د پاکستان دفاع وزیر: د ترهګرو په ځپلو کې طالبان راسره همکاري نه کوي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، طالبان له اسلام اباد سره د ترهګرو په ځپلو کې مرسته نه کوي

هاخوا د پاکستان نیشنل پارټي، جمعیت علماء اسلام او نورو ګوندونو په خیبرپښتونخوا او شمالي وزیرستان کې د پاکستان د عزم استحکام عملیاتو د پیلولو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا یوه جنګي تجربه ده.

تازه د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف له پاکستاني وسله والو سره د طالبانو حکومت اړېکو ته په اشارې سره ویلي، چې طالبان د ترهګرۍ ضد د پاکستان د نويو عملیاتو ملاتړ نه کوي.

پاکستان کې د وسله والو بریدونو زیاتوالی

دی وايي، چې یو شمېر طالب چارواکي له پاکستاني طالبانو سره خواخوږي لري.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي وروسته د پاکستاني طالبانو د ځپلو لپاره د «عزم استحکام» په نوم نوي عملیات پیل کړي دي.

نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

ښاغلي اصف د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په پنځمه د پاکستان ډان نیوز ته وویل، چې ایران په بلوچستان ایالت کې د بلوڅ وسله والو د فعالیتونو سرچینه نه ده او تهران د وسله والو پر ضد د پاکستان د نویو عملیاتو ملاتړ کړی.

afghan (6)
ټي ټي پي وسله وال

د ټي ټي پي او افغان طالبانو تر منځ خواخوږي

د پاکستان د دفاع وزیر وویل: «دا د افغانستان لپاره توپیر لري. ځکه چې په طالبانو کې داسې کسان شته چې له پاکستاني طالبانو سره خواخوږي لري، تر دې مخکې ټي ټي پي په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ د تېر جمهوري حکومت په وړاندې جګړه کوله.»

پاکستان له څو میاشتو خونړیو بریدونو وروسته د پاکستاني وسله والو پر ضد نوي عملیات پیل کړي دي. په همدې حال کې اسلام اباد تور لګوي چې د طالبان حکومت ټي ټي پي ته پناه ورکړې او د هغوی د بریدونو مخه نه نیسي.

د طالبانو حکومت د پاکستاني وسله والو د ځپلو او شړلو لپاره د پاکستان غوښتنه رد کړې او له دغه هېواده یې غوښتي چې له ټي ټي پي سره خبرې اترې وکړي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان پر پوځ او ټوله امنیتي دستګاه مرګوني بریدونه کوي او هر ورځ درانه تلفات ور اړوي.

په افغانستان کې د طالبانو رژیم هر ځل د پاکستان د ادعاوو په اړه ویلي چې ټي ټي پي افغانستان کې نشته او داد پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button