سیمه

د پاکستان دفاع وزیر: د پاکستان پر پوځ حملې افغانستان کې تنظیمیږي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تازه ویلي چې پر پاکستاني پوځ حملې په افغانستان کې تنظیمیږي

افغان‌ناو، کابل: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي دراني وروسته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، د پاکستان پر پوځ او نورې حملې د افغانستان په خاوره کې تنظمیږي او سرچینه یې له هغه ځایه ده.

په وزیرستان کې د ۷ پاکستاني پوځیانو له وژل کېدو وروسته د دغه هیواد دفاع وزیر خواجه اصف وویل، په پاکستان کې حمله کوونکي د افغانستان له خاورې کار اخلي.

خواجه اصف په سیالکوټ کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل:«زموږ پر ضد تروریزم عموماً د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.»

khawaja (2)
پر پاکستان پوځ له برید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابند کړي ده.

پر افغان طالبانو د پاکستان د تورونو دوام

پاکستان عموماً دا ډول تورونه پورې کوي خو د طالبانو حکومت وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

پاکستان وايي، طالبانو ټي ټي پي ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان په خاوره کې پناه واخلي او له هغه ځایه پاکستان ته د حملو لپاره پر ډیورند کرښه واوړي.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ لوی درستیز یې وروستیو پېښو کې افغانان ښکېل وبلل

نور ولولئ: تحریک طالبان پاکستان: موږ له اسلام اباد سره په مذاکراتو باور نه لرو

نور ولولئ: تحریک طالبان پاکستان په فبرورۍ کې ۱۷۲ پاکستاني پوځیان او پولیس وژلي

پرون په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پر یوه مرکز په برید کې د دوو افسرانو په ګډون د پاکستان لږترلږه ۷ پوځیان ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول.

خواجه اصف ادعا وکړه چې د حمله کوونکو، چې ده ترهګر وبلل، د ځینو همکارانو څرک یې لګولی او دا موضوع یې د طابلانو له حکومت سره شریکه کړې ده.

له ټي ټي پي د اسلام اباد اندېښنه

له دې جلا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي درانی ادعا کوي چې په افغانستان کې د ټي ټي پي د غړیو شمېر د ۵ زرو او ۶ زرو ترمنځ دی.

khawaja (4)
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د پاکستان لوی درستیز اصف منیر

ده پرون په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې همداراز وویل چې هند د ټي ټي پي مالي ملاتړ کوي.

اصف علي دراني، بې له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي وویل چې پاکستان له ټي ټي پي څخه د هند د ملاتړ ثبوتونه لري.

پاکستان د افغان طالبانو په منځګړتوب څو ځلې له ټي ټي پي سره خبرې وکړې خو د دوی خبرې بریالۍ نه شوې.

ښاغلي دراني وویل له ټي ټي پي سره خبرې ځکه بریالۍ نه شوې چې دا ډله د پاکستان اساسي قانون نه مني او وسله پر مځکه نه ږدي.

د یادونې وړ ده، ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکو د پاکستان پر پوځ وسله وال بریدونه زیات کړي دي او د پاکستان نظامي دستګاه ته یې ګڼه مرګ ژوبله ور اړولي ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button