سیمه ییز خبرونه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: افغانان په پاکستان کې روانو بریدونو کې ښکېل دي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفرازاحمد بګټی وايي، افغانانو په پاکستان کې له شویو ۲۴ بریدونو په ۱۴ کې لاس درلود

د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهالي وزير سرفراز بګټي د سه‌شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا پر افغانانو تور پورې کړی چې د دغه هېواد په ناوړه امنیتي وضعیت کې لاس لري. هغه ادعا کړې چې د روان زېږدیز کال له جنوري مياشتې راهیسې په دغه هېواد کې ۲۴ ځانمرګي بريدونه شوي چې په ۱۴ هغو کې یې د افغانستان وګړو لاس درلود.

هغه په پاکستان کې شاوخوا یو میلیون او ۷۳۰۰۰ ناقانونه افغان کډوالو ته هم خبرداری ورکړی چې تر را روانې نومبر میاشتې پورې افغانستان ته ستانه شي، که نه په زوره به یې وباسي.

نور ولولئ: د طالبانو ویاند پاکستان کې له افغان کډوالو سره چلند د نه زغم وړ بولي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لنډمهالی وزیر داسې مهال د افغان کډوالو د بېرته شړلو ګواښ کوي چې د دغه هېواد پولیسو له تېرې یوې میاشتې راهیسې زرګونه افغانان نیولي او بندیان کړي دي.

پاکستان کې د افغان کډوالو ناوړه حالت

بله‌خوا پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو هم خپره شوې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ناوړه وضعیت ښکارندويي کوي. په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې یوشمېر افغان کډوالې او ماشومان د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او له ناوړه او ناانساني وضعیت سره مخامخ دي.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ذبیح الله مجاهد وايي، د چترال برید افغانستان کې و پلان شوی

خو د اسلامي ویاند ذبېح‌الله مجاهد د پاکستان د کورنیو چارو د لنډمهالي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې لاس نه لري. هغه په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلن د زغم وړ نه‌دی بللی او زیاته کړې یې ده: «په پاکستان کې له افغان کډوالو سره دا ډول چلن د منلو وړ نه دی. پاکستاني لوری باید په دې برخه کې پر خپل پلان له سره غور وکړي. افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې ښکېل نه دي.»

د افغان کډوالو ویره او غوښتنې

د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان سخت دریځ او چلن لامل شوی چې په دغه هېواد کې مېشت افغانان په وېرې سره ژوند وکړي. په پاکستان کې یو افغان کډوال نجیب‌الله حبیبي وايي، پاکستاني پولیسو له څه مودې راهیسې د افغانانو د نیولو، بندیانولو او بېرته افغانستان ته د لېږلو لړۍ چټکه کړې او نړیواله ټولنه او سازمانونه باید ژرترژره په دې برخه کې د هغوی د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه اوچت کړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کې د افغان کډوالو د بې ځایه ځورولو په تړاو د طالبانو حکومت تر اوسه داسې جدي غبرګون نه دی ښودلی چې افغانانو ته د قناعت وړ وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button