سیمه ییز خبرونه

د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د خوشي کېدو ضامنت قبول کړ

د دولتي اسرارو د افشا کېدو په تور نیول شوی عمران خان به د محکمې له لوري په ضمانت خوشی شي

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې څه موده وړاندې زندان ته استول شوی و، د پاکستان سترې محکمې یې د خوشي کېدو ضمانت منلی او راخوشی به یې کړي.

د پاکستان سترې محکمې جمعه ډسمبر ۲۲ (مرغومۍ لومړۍ) د دولتي محرمو اسنادو افشا کولو په قضیې کې د پخواني صدراعظم عمران خان ضمانت منظور کړ.

سره لدې چې د سترې محکمې دا حکم د ښاغلي خان لپاره چې د فساد له کبله بندي دی حقوقي بری دی خو د دې ۷۱ کلن پخواني صدراعظم لپاره د زندان څخه د خوشې کیدو معنی نلري. عمران خان د روان کال اګست میاشتې راهیسې چې په رسمي توګه په فساد تورن شوی، په همدې زندان کې بندي دی.

عمران خان د استیناف غوښتنه کړې ده

د پاکستان دې پخواني مشر په زندان کې دننه د تړلو دروازو تر شا د یوې ځانګړې محکمې حکم په خلاف چې د همدې محرمو اسنادو په قضیه کې یې هغه تورن کړی و، د استیناف غوښتنه کړې وه.

نور ولولئ: عمران خان او شاه محمود قریشي د حکومتي رازونو په افشا کولو تورن شوي

نور ولولئ: د عمران خان د محاکمې پر خبري پوښښ ولې بندیز لګېدلی؟

په عمران خان دا تور دی چې د سایفر یا شفر په نامه سند یې چې په متحده ایالاتو کې د پاکستان پخواني سفیر حکومت ته سپارلی و، د خپلې ګټې په خاطر افشا کړی او د هیواد د رسمي اسرارو د قانون څخه په سرغړاونې تورن دی.

د سترې محکمې د دریو قاضیانو پلاوي په حکم کې ویل شوي، ” په اوس وخت کې د پړ بللو لپاره په کافي اندازه مواد نشته چې ښایي وښیي عارض د سایفر په ټیلګرام کې معلومات د عام ولس سره شریک کړي”.

دا دیپلوماتیک کیبل په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر اسد مجید د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې په پارلمان کې د عمران خان پر ضد د نه باور رایې ګیرۍ څخه یوه میاشت وړاندې حکومت ته استولی و.

عمران خان ویلي وو چې دی امریکا ګوښه کړ

عمران خان ادعا کړې چې همدا شفر ثابتوي چې متحده ایالاتو د پاکستان پوځ په مرستې د هغه په بې واکه کیدو نقش درلود. پدې کیبل کې ادعا شوې چې ښاغلي لو ګواښ کړی که عمران خان په واک کې پاتې شي، متحده ایالات به پاکستان په نړیواله کچه څنډې ته کړي.

عمران خان ادعا کړې چې د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډونالډ لو، ظاهراً په واشنګټن کې د پاکستان له پخواني سفیر اسد مجید خان څخه غوښتي چې د پاکستان پوځي مشرتابه ته ووایي چې عمران خان د پارلمان د نه باور رایې له لارې لرې کړای شي، ځکه چې د دغه هېواد پخواني صدراعظم پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل په اړه ناپیلتوب غوره کړی دی.

دا داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې ټاکنو ته کم وخت پاتې دی، خو له شواهدو او علایمو ښکاري چې تحریک انصاف ګوند ته به لا نور خنډونه جوړ کړل شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button