لوبې خبرونه

د پاکستان سوپر لیګ (PSL) سیالۍ څو ورځې نور هم وځنډول شوې

د پاکستان سوپر لیګ (PSL) سیالۍ څو ورځې نورې وځنډول شوې د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) د شپږم پړاو پاتې سیالیو د ترسره کېدو نېټه یو ځل بیا وځنډول شوه او اوس به ۶ ورځې وروسته یادې سیالۍ په ابوظهبي کې پیل شي.

د پاکستاني ميډیا د راپورونو پر اساس د (PSL) پي ایس ایل پاتې سیالۍ به د جون په ۹مه نېټه پیل شي او پایلوبه به د جون په ۲۴مه نېټه ترسره شي. همدا راز ویل کېږي چې هندي تخنیکي کسانو ته هم پي ایس ایل کې د ګډون اجازه ورکړل شوې ده.په راپور کې ویل شوي دي، چې د پاکستان کرکټ بورډ د پي ایس ایل سیالیو نېټه دقیقه کړې ده، چې ۶ ورځې به دوه دوه لوبې هم ترسره شي.

دا سیالۍ به د پاکستان په وخت ۹ بجې او د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې پیلېږي، همدا راز په کومه ورځ چې دوه لوبې وي، نو په هغه ورځ به لومړۍ لوبه د افغانستان په وخت ماښام ۵:۳۰ او دویمه بیا د شپې ۱۰:۳۰ بجې پیلېږي.

img 20210603 151950

د یادولو وړ ده چې مخکې د پاکستان کرکټ بورډ اعلان کړی و، چې د پاکستان سوپر لیګ پاتې سیالۍ به د جون په ۵مه نېټه پیلوي، خو د لوبغاړو او ځینو تخنيکي کسانو په وخت ابوظهبي ته نه رسېدو له امله دا سیالۍ  اوس د جون په ۹مه نېټه پیلېږي.

باید یاده کړو چې د (PSL) سیالیو کې د افغانستان دوه درې لوبغاړي هم ګډون کوي دې ټولو کې بیا راشد پخ ټاپ کې دی هغه مخکې د مخکې ورته پریکټس هم پیل کړی دی.نوموړی اوسمهال په ترکیه دی او په سوشل میډیا کې ډېر فعال هم دی هغه د دې نه وړاندې په عربي اماراتو کې یو څو ورځو لپاره مېشت وو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button