د پاکستان شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې یې د پاکستان سفارت د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان په خاوره کې د وروستیو هوايي بریدونو او د هوايي حریم د نقض په اړه یې خپل رسمي اعتراض ورسپارلی دی.
د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان پوځ د سېشنبې شپې پر مهال د خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي. د اسلامي امارت د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری سړی پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي. د پاکستان شارژدافیر
د اعلامیې له مخې، د پاکستان شارژدافیر ته ویل شوي چې دغه بریدونه د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل بلل کېږي او افغانستان یې په کلکو ټکو غندي.
افغانستان د ملکي وګړو مرګژوبله غندلې
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ملکي وګړو په نښه کول د منلو وړ نه دي او د هېواد د خلکو د امنیت ساتنه د دولت اساسي مسوولیت ګڼل کېږي.
وزارت همداراز ټینګار کړی چې پاکستان باید د ستونزو د حل لپاره له پوځي اقداماتو پر ځای ډیپلوماټیکې لارې وکاروي او د دواړو هېوادونو ترمنځ شته اختلافات د خبرو له لارې حل شي.
پاکستان د څلورو هدفونو د له منځه وړلو ادعا کړې
بل لور ته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي چې د پاکستان پوځ د افغانستان په خاوره کې څلور هدفونه په نښه کړي او د ده په وینا ۲۶ وسلهوال یې وژلي دي.
هغه ویلي چې دغه عملیات په پاکستان کې د وروستیو امنیتي پېښو په ځواب کې ترسره شوي او په نښه شوي ځایونه د وسلهوالو د فعالیت مرکزونه وو.
تارړ زیاته کړې چې په دغو هدفونو کې یو روزنیز مرکز او د مهماتو یوه زېرمه هم شامله وه.
د پاکستان شارژدافیر ته د افغانستان خبرداری
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د ادعاوو په غبرګون کې ویلي چې د ښځو او ماشومانو وژل د امنیت د ټینګښت په نوم نه شي توجیه کېدای.
وزارت خبرداری ورکړی چې د ورته اقداماتو دوام به د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېزې ولري او د دغو بریدونو مسؤلیت به د پاکستان پر غاړه وي.
دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو بریدونو له امله د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د ترینګلتیا له نوي پړاو سره مخ شوې دي.



