د پاکستان لومړۍ درجه احضارات؛ له افغانستان سره د جګړې له امله په ټول هېواد کې تیارسی اعلان شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي کړکېچ له امله، اسلاماباد په ټول هېواد کې د پاکستان لومړۍ درجه احضارات اعلان کړل او په حساسو مرکزونو کې یې امنیتي تدابیر تر ټولو لوړې کچې ته رسولي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو پوځي نښتو او د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو له امله، د پاکستان فدرالي حکومت په رسمي ډول په ټول هېواد کې د پاکستان لومړۍ درجه احضارات اعلان کړل. دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د اسلاماباد په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د بریدونو وېره زیاته شوه او حکومت د حساسو ځایونو د امنیت سختولو امر وکړ.

د پاکستان لومړۍ درجه احضارات، لوړ امنیتي خطر او اداري اقدامات
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د رسمي مکتوب پر بنسټ راپور ورکړی چې اوسنی حالت د «لوړ امنیتي خطر» په کټګورۍ کې راغلی دی. له همدې امله په ټول هېواد کې د پاکستان لومړۍ درجه احضارات نافذ شوي دي. دا مکتوب د پنجاب، سند، خیبرپښتونخوا او بلوچستان د چیف سېکرټرانو ترڅنګ د اسلاماباد چیف کمېشنر او د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان چارواکو ته هم لېږل شوی دی.
په دغه مکتوب کې ټینګار شوی چې ټولې امنیتي او قانون پلي کوونکې ادارې باید په بشپړ ډول چمتو واوسي ترڅو د هر ډول احتمالي بریدونو مخه ونیسي.

د پاکستان لومړۍ درجه احضارات، د حساسو مرکزونو امنیت او پر ډرون بندیز
د د پاکستان لومړۍ درجه احضارات په چوکاټ کې، لارښوونه شوې چې د مهمو دولتي ودانیو، عبادتځایونو، عامه ځایونو او بهرنیو سفارتي ماموریتونو امنیت سمدستي پیاوړی شي. همداراز، د هېواد په داخل کې پر لویو لارو او بینالصوبایي سرحدونو کې د تلاشۍ پوستې زیاتې شوي او سخت نظارت پیل شوی دی.
د دې ترڅنګ، د کورنیو چارو وزارت په ټول هېواد کې د کوچنیو الوتونکو وسایلو او بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) پر الوتنو تر نامعلومې نېټې بندیز لګولی دی. په خیبر پښتونخوا کې د ډرون ضد سیسټمونه فعال شوي او په باجوړ کې د یوې میاشتې لپاره پر موټرسایکل د دوو کسانو پر سپرېدو هم بندیز لګېدلی دی.
د جګړې شالید او بریدونه
که څه هم پاکستاني رسنۍ په خپله خاوره کې د افغان ځواکونو د بریدونو په اړه چوپه خوله دي، خو په خواله رسنیو کې د داسې بریدونو ویډیوګانې خپرې شوي چې ښيي اسلاماباد او کوټه په نښه شوي دي. تېره شپه د افغانستان هوايي ځواک په رسمي ډول اعلان وکړ چې د اسلاماباد په ګډون یې د پاکستان پر څو سیمو د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

تازه راپورونه دا هم وایي چې په کوټه کې د پاکستان تر ټولو ستر پوځي مرکز هم د ډرون بریدونو لاندې راغلی دی. همدا لامل دی چې حکومت په پوره وارخطایۍ سره د پاکستان لومړۍ درجه احضارات اعلان کړي ترڅو د نورو تلفاتو مخه ونیسي.
اوسمهال په سیمه کې وضعیت خورا کړکېچن دی او د پاکستان لومړۍ درجه احضارات ښيي چې اسلاماباد د افغانستان له لوري د غچ اخیستونکو بریدونو څخه سخت په وېره کې دی. نړیواله ټولنه د دغه کړکېچ د هواري لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو غوښتنه کوي، خو په میدان کې د جګړې لمبې لا هم بلې دي.



