ستاسې اند او نظرسیمه ییز خبرونه

د پاکستان لوی درستیز ولې پټکې کوي؟

د پاکستان لوی درستیز ولې پټکې کوي؟ ددې پټکو هدف د صفدر سلمانخېل په لیکنه کې لولو

د تېرې چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان لوی درستیز اصف منیر د ځوانانو یوې غونډې ته په خطاب کې د افغانستان په اړه ډېرې توندې خبرې وکړې. د هند او حتا ایران په اړه یې هم چې څه وویل، نرمي پکې نه وه.

ده د افغانستان په اړه وویل چې د ایکي یوه پاکستاني ژوند ورته تر ټول افغانستان مهم دی. ده د هند په اړه هم د نهېلۍ خبرې وکړې. ویې ویل، هند د پاکستان له مفهوم سره روغه نه ده کړې نو څنګه ورسره روغه وکړو؟

که څه هم د ایران خارجه وزیر د پاکستاني لوري په بلنه اسلام اباد ته را روان دی خو د ایران په اړه خبره کې یې هم کتره کنایه وه.

ده وویل، ایران زموږ ورور اسلامي هېواد دی، په مونږ د دوی احترام لازم دی خو په هغوی هم زموږ احترام لازم دی. که په دوی زمونږ احترام لازم نه وي نو بیا به دغه شان حالت وي، لکه څنګه چې څو ورځې مخکې و.

جنرال منیر ولې دومره توند غږېږي؟

یو ځواب دا دی چې جنرال منیر په خپلو نورو ویناوو کې هم توند غږېدلی دی. دی ظاهرا تر سیاست په هغه سوټي زیاته تکیه کوي چې د پاکستان لوی درستیزان یې په لاسونو کې ګرځوي.

د تېر کال د مې په نولسمه نېټه زلمي خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي وو چې «یو چا را سره د پاکستان په سیالکوټ کې د دغه هېواد د پوځ عالیرتبه افسرانو ته د جنرال منیر خبرې شریکې کړې. زه د پاکستان د اینده په اړه هسې هم اندېښمن یم خو د لوی درستیز د خبرو اورېدو یقیني کړم چې د پاکستان حالات واقعا خطرناک دي

خلیلزاد زیاتوي چې دغسې دمدمي مزاجه، مغرور او عصباني سړی باید د یوه ملک لوی درستیز نه وي.

جنرال اصف منیر چې د پاکستان د نورو لوی درستیزانو برخلاف یې، په لویدیځ کې لوړې زدکړې نه دي کړي، په داسې وخت کې لوی درستیز شو چې دغه هېواد په سیاسي او اقتصادي بحران کې ایسار و او امنیتي اوضاع هم د ډاډ وړ نه وه.

له ده څخه طبعا لویه غوښتنه دا وه چې امنیتي حالات سم کړي خو پر عکس، د ده له راتلو وروسته د پاکستان امنیتي وضعیت لا خراب شوی دی. نو دی که یو څه د شخصیت په لحاظ عصباني وي، یو څه حالاتو هم عصباني کړی دی.

لکه څنګه چې مونږ په افغانستان کې په سترګو ولیده او دغه شان د نړۍ د نورو هېوادونو تجربه ښیي، چریکي جګړه مار چې په یوه ملک کې د پښو ایښودلو ثابت ځای ومومي، بیا یې ختمول ډېره قرباني او ډېر امکانات غواړي.

نور ولولئ: پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

نور ولولئ: په میانوالي کې د هوایي ځواکونو پر اډې د برید وروستي جزیات

نور ولولئ: د پاکستاني صدراعظم له سپکاوي ډک ټویټ؛ طالبانو یې بشري مرسته رد کړه

په بلوچستان ایالت کې، چې د پاکستان د ټولې خاورې څلورڅلوېښت فیصده جوړوي، د پاکستان د دولت کنټرول ډېر کمزوری دی. کمزوری په دې مانا چې په ګڼو کلیوالو سیمو کې شورشیان محسوس یا نامحسوس حضور لري او پولیس هلته عادي تګ راتګ نه شي کولای.

pak attack

 

دغه شان په ښارونو او ان د بلوچستان په مرکز کوټه کې په دوامداره ډول بریدونه کېږي. دغه شان د پښتونخوا ایالت وضعیت تر بلوچستانبهتره نه دی او کله نا کله په جنوبي پنجاب او ان کراچۍ کې د ترورستي پېښو خبرونه اورېدل کېږي.

په پاکستان کې د ناامنیو د ختمېدو توقع تر بل هر چا زیات له جنرال منیر نه کېږي او دی طبعا په خپلو اوږو باندې د دې توقع بار احساسوي او ناکراره کوي یې.

د جنرال منیر تونده لهجه نه یوازې د قهر بلکې د یوه سیاسي مصلحت پایله هم ده. دی غواړي چې په اوضاع باندې ځان مسلط وښيي او خلکو ته ډاډ ورکړي چې هر څه یې په کنټرول کې دي.

دغسې ډاډ ته ځکه ضرورت شته چې دوامدارو امنیتي پېښو نه یوازې د خلکو بلکې د امنیتي پرسونل روحیه خرابه کړې ده.

د پښتونخوا او بلوچستان په اړه ځينې رپورټونه وایي چې هلته که څه هم بې روزګاري زیاته ده، خو ځوانان د پخوا برعکس، د پولیسو په لیکو کې شاملېدلو ته ډېر زړه نه ښه کوي.

شورشونه او غلچکي بریدونه چې په یوه هېواد کې دوامداره شي، په روحیې باندې ډېر منفي اثر کوي او جنرال منیر د یوه پوځي په توګه، له شورشیانو او ترهګرو سره په روانه جګړه کې، د روحیې د ساتلو په اهمیت تر بل هر چا ښه پوهېږي.

ده د چهارشنبې په ورځ په خپله تونده وینا کې شکایت وکړ چې د سوشل مېډیا له لارې د نهیلي او بې ثباتي لپاره پروپاګنډ کېږي.

پاکستان کې ناامني؛ پر چینايي انجینرانو برید شوی

خو واقعیت دا دی چې که اقتصادي حالت ښه وي او امنیتي ګواښونه موجود نه وي نو د سوشل مېډیا تبلیغات ناامیدي نه شي خپرولی.

جنرال منیر دا هم وویل چې پوځ له تروریزم نه جګړه ګټلای شی خو د ټول ملت ملاتړ ته اړتیا ده. مطلب دا چې دی د روحیې د کمزورۍ وېره لري او دا وېره یې په ځای ده مګر د دې وېرې د کمېدو لپاره چې دی په کوم ډول خبرې کوي، هغه شاید په پاکستان کې اندېښنې لا زیاتې کړي.

لکه څنګه چې مو وویل، ده هند بېخي د پاکستان د موجودیت دښمن وباله او دې ته ورته خبره یې د افغانستان په اړه هم وکړه. ده وویل چې افغانستان هیڅوخت له مونږ سره دوست نه و او مشکل دا دی چې زموږ خلک تاریخ نه لولي.

پاکستان له افغانستان سره مشکل لري

د ده د دې خبرو مانا خو دا راوځي چې دی له طالبانو سره نه بلکې له افغانستان سره مشکل لري، یانې مشکل د لنډې مودې لپاره نه دی. د جنرال منیر دغسې څرګندونې د پاکستاني طالبانو د حمایت په اړه د ده ادعا هم کمزورې کولای شي، ځکه ستونزه همېشنۍ بولي.

پاکستان به په راتلونکو اونیو کې یو بل حکومت ولري خو څرنګه چې له امنیت، ستراتیژیکو مسایلو او خارجي سیاست سره اړوند موضوعات په دودیز ډول د دغه هېواد د پوځ په کنټرول کې دي نو د افغانستان په مقابل کې د پاکستان رویه به بدله نه شي.

طالبان که څه هم ادعا کوي چې د ټي، ټي، پي جګړه مارو ته یې پناه نه ده ورکړې او د دوی د ادعا په ملاتړ کې دا خبره کولای شو چې پاکستان که په ایران کې د مخالفو بلوڅانو ښځې او ماشومان هم په توغندیو وژني، نو دلته په افغانسان کې خپلو مخالفو جګړه مارو ته ولې صبر کوي؟

داسې ښکاري چې که د ټي ټي پي جګړه مار په افغانستان کې حضور هم ولري، دا حضور ډېر محدود دی. کېدای شي ووایو چې د افغانستان خلاف د جنرال منیر توندې خبرې به د امنیت په ساحه کې د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره وې.

البته، که افغانستان په واقعي مانا حکومت لرلای او داسې کسان ورباندې واکمن نه وای چې له ښځو سره دښمني او نورې ډېرې چارې یې خپلو خلکو او دنیاوالو ته د خندا وړ دي، نو هاله به جنرال منیر له خپل ټول عصبانیت سره سره یو څه احتیاط کولای.

پاکستان کې یوه جومات ته نژدې برید شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي

د جنرال منیر له خبرو یوه ورځ وروسته د پاکستان د خارجه وزارت سکرټري سجاد قاضي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ادعا وکړه چې په سیالکوټ کې یې د لږ تر لږه دوه پاکستانیانو په ترور کې د هند د حکومت د لاس لرلو په اړه موثق اسناد موندلي دي.

هغه جنرال منیر چې د چهارشنبې په ورځ یې د یوه پاکستاني د ژغورنې لپاره د ټول افغانستان د بربادۍ خبره کوله، د پنجشنبې په ورځ یې د دوو پاکستانیانو په وژلو تورن کړي هندوستان ته څه ونه ویل.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button