اقتصاد او سوداګريسیمه ییز خبرونه

د پاکستان مرکزي بانک ته د سعودي عرب له لوري د دوه میلیارده ډالر سپارل

سعودي عرب د پاکستان مرکزي بانک ته دوه میلیارده ډالر ورکړي چې د ونډو بازار ورسره ښه شوی

د پاکستان خزانې وزیر اسحاق ډار وايي، سعودي عرب د پاکستان مرکزي بانک ته دوه میلیارده ډالر ډپازټ یا سپارلي دي. ښاغلی ډار په دې هکله وايي: ”د پاکستان اقتصاد د مخکې پرتله ښه شوی او نور به هم ثبات ومومي.”

نوموړي زیاته کړه: ”زه د پاکستاني پوځ مشر او لومړي وزیر له لوري له سعودي عرب مننه کوم. نوموړي هیله څرګنده کړه، چې راتلونکو ورځو کې به نور مثبت پرمختګ هم وشي او په نژدې راتلونکي کې به د پاکستان اقتصادي مسایل نور هم ښه شي.”

نور ولولئ: پاکستان کې د یوه لیتر ډیزلو بیه ۷نیمې روپۍ لوړه شوه

د سعودي عرب له لوري د پاکستان مرکزي بانک ته د دوه ملیاردو ډالرو له سپارلو سملاسي وروسته د پاکستان ونډو بازارونو کې مثبت پرمختګ ولیدل شو. له تېرې ورځې راهیسې د پاکستان ونډو بازار کې د ورځې له پیله د دې رپوټ لیکلو تر مهاله ۴۶۳ پوائینټونه زیات شوی دی او د ۴۵۰۴۹ پوائینټونو ته رسېدلی، چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې تر ټولو لوړه کچه ده.

د ونډو بازار کاروباریان

د کاروبار له پیله بازار ښه و او د سعودي عرب پیسو له رسېدو وروسته پکې نوره چټکتیا رامنځته شوه. ماهرین وايي، د سعودي عرب له لوري د دې پیسو له ترلاسه کېدو وروسته داسې امکان نور هم زیات شو، چې د پیسو نړیوالو صندوق یا ای ایم ایف له لوري به پاکستان ته د پور نوي قسط ورکول تائید شي.

د پاکستان خزانې وزیر وايي، دې سره به د پاکستان اقتصاد کې نور پرمختګ وشي.

د روپۍ په مقابل کې د ډالر ارزښت کمېدل

بل لور د تېرې سې شنبې پر ورځ د پاکستاني روپۍ په مقابل کې د ډالر زیاتوالی پر ځای پاتې نه شو او د سعودي عرب له لوري پاکستان ته د دوه میلیارده ډالرو له ورکړې وروسته د روپۍ په مقابل کې د ډالر ارزښت یوه روپۍ او ۲۳ پیسې کم شو. پر سې شنبې د یوه ډالر په مقابل کې ۲۷۸ اعشاریه ۵۷ پیسو له رسېدو سره کاروبار وتړل شو.

په ازاد بازار کې د ډالر ارزښت یوه روپۍ کم شوی او کاروبار د یوه ډالر په مقابل کې د ۲۸۲ روپیو له ورکړې سره وتړل شو. دغه راز د سرو زرو بیو کې هم ۳۱۰۰ روپۍ ټیټوالی لیدل شوی او د سې شنبې پر ورځ کاروبار ۲۰۵۹۰۰ ته له رسېدو وروسته وتړل شو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button