نړیوال خبرونه

د پاکستان پخوانی ولسمشر ممنون حسین د ورپېخې ناروغی له امله ومړ

د پاکستان پخوانی ولسمشر ممنون حسین د ورپېخې ناروغی له امله ومړ.د پاکستان پخوانی ولسمشر او د مسلم ليګ ن ګوند لوړپوړی مشر ممنون حسين د ورپښې ناروغۍ له امله د سند ايالت کراچۍ ښار په يوه خصوصي روغتون کې وفات شوی.

د ممنون حسين کورنۍ وايي، چې نوموړی له ډېر وخته له سرطان ناروغۍ کړېده او بالاخره تېره ورځ د ۸۱ کالو په عمر وفات شو.ممنون حسين په ۱۹۴۰ کال کې د هند په اګره ښار کې زېږېدلی و، د پاکستان له جوړېدو وروسته يې کورنۍ کراچۍ ته کډه شوه او له يوې سوداګريزې کورنۍ سره يې تړاو درلوده.په ۱۹۷۰ کال کې له مسلم ليګ ګوند سره يو ځای شوی و او د دغه ګوند مشر لارښود نواز شريف ته نږدې او باوري سړی بلل کېده.

هغه د ګوندي منصبونو سربېره د نواز شريف د دوهم ځل لومړي وزارت پر مهال په ۱۹۹۷ کال کې د سند ايالت د اعلی وزير لياقت جتوي سلاکار و او په ۱۹۹۹ کې د سند ايالت والي يا ګورنر ټاکل شوی و، خو د شپږو مياشتو په تېرېدو، چې د پوځ لوی درستيز جنرال پروېز مشرف پر لومړي وزير نواز شريف ګودتا وکړه، ورسره ممنون حسين هم له دندې ګوښه کړی شو.

img 20210715 094942

ښاغلی ممنون حسين په عملي سیاست کې ډېر فعال نه و او نه هم د نواز شريف د بند او جلا وطنۍ پر مهال په مظاهرو او لاريونونو کې ښکارېده، خو د دې سربېره هم نواز شريف او د هغه کورنۍ ته نږدې او باوري سړی بلل کېده.نوموړی د پاکستان دولسم او هغه يوازېنی ولسمشر و، چې په ۲۰۱۳ کال کې يې په قانوني توګه له پخواني ولسمشر اصف علي زرداري څخه واک تر لاسه کړی و.

همداراز نوموړی په قانوني ډول يې خپل راتلونکي ځای ناستي ډاکټر عارف علوي ته په ۲۰۱۸ کال کې واک وسپاره.د پاکستان مسلم ليګ ګوند مشر شهباز شريف، د ګوند مرستيالې او د نواز شريف لور مريم نواز او د ګوند نورو غړو د ممنون حسين په مړينه خواشيني ښوولې، هغه يې د پاکستان او خپل ګوند مخلص او خواخوږی بللی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button