سیمه ییز خبرونه

د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

د پاکستان امنیتي ادارې ادعا کوي چې کراچۍ ښار کې یې د ټي ټي پي خطرناک قوماندانان نیولي دي

پاکستان کې له ناامنۍ او پر امنیتي ادارو له بریدونو وروسته د پاکستان امنیتي ادارې د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو د نیولو په هڅه کې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په کراچۍ ښار کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والې ډلې د یوه قوماندان په ګډون یوه ۱۷ کسیزه ډله نیولې ده.

ملا هیبت الله ته د ملا فضل الرحمان ګواښ؛ تاسو به یا پاکستان انتخابوی یا ټي ټي پي

سرچینې وايي دغه عملیات د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.

دا ډله څومره فعاله وه؟

دغو رسنیو نن پنجشنبه د (سلواغې پنځمه) د پاکستان امنيتي سرچينو له قوله ویلي چې دغه ۱۷ کسیزه «ترهګره» ډله له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۴ پورې د ټي ټي پي شبکې فعاله برخه وه چې د پاکستان امنیتي ادارو ته د «لویو جرمونو ترسره کولو» له امله په نښه وه.

555670177a6d6
د پاکستان امنیتي ځواکونه په کراچۍ ښار کې د عملیاتو پر مهال

سرچینې زیاتوي، چې د ټي ټي پي اړوند دغې ډلې په کراچۍ ښار کې د «ترهګریزو فعالیتونو» پلان درلود، چې د کشفي ارګانونو له خوا په کراچۍ ښار کې ونیول شول.

نور ولولئ: افغان طالبانو د ټي ټي پي ۲۰۰ غړي نیولي

نور ولولئ: د پنجاب روزل شوي طالبان به بادار ته زیان ورسوي؟

نور ولولئ: ملا فضل الرحمان له ملا هیبت الله سره د لیدنې لپاره کندهار ته رسېدلی

د سرچینو د ادعا له مخې چې د تحریک طالبان پاکستان مشري دا مهال په «افغانستان کې ده او له هغه ځایه یې د خیبر پښتونخوا په سوات او ملاکنډ کې پر امنیتي ځواکونو او نادولتي موسسو په بریدونو سربېره په هدفي وژنو او پر قانون پلي کوونکو ادارو په بریدونو کې هم لاس درلود.»

امیرخان متقي: ټي، ټي، پي او اسلام اباد هوکړې ته نږدې و، خو د پاکستان حکومت شاته شو

په مدرسو کې د ځانمرګو بریدونو روزنه

پاکستاني رسنیو د امنیتي ادارو له خولې ویلي چې دغې شبکې د پاکستان په «مدرسو کې ځانمرګي بريد کوونکي هم روزل، چې په بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کې به ترې کار اخيستل کېده.» او د دې تر څنګ به یې د «پيسو په بدل کې شتمن خلک تښتول او له دې لارې یې پيسې راټولولې.»

تر اوسه پورې د ټي ټي پي وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي چې پاکستاني چارواکي یې د پړې ګوته په کابل کې طالبانو ته نیسي او ادعا کوي چې ټي ټي پي ته یې په افغانستان کې پټنځایونه ورکړي خو طالبانو د پاکستاني حکومتي چارواکو دا ډول دعوې تل بې بنسټه بللې دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې امنیتي حالت د اندېښنې وړ ده او هره ورځ دغه حالت د خرابېدو لور ته روان دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button