سیمه ییز خبرونه

د پاکستان پوځ: “ترهګر او د هغوی ملاتړي به له منځه یوسو”

د پاکستان لوی درستیز ویلي چې ترهګر او ددوی ملاتړي به له منځه یوسي

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر سویلي وزیرستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، چې په دې سیمه کې د امن راستلو لپاره به ترهګري او د هغې ملاتړي له منځه یوسي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د جمعې په ورځ سویلي وزیرستان ته لاړ، چیرې چې پاکستاني طالبانو په یوه غچ اخستونکي برید کې ۱۶ پاکستاني پوځیان ووژل او اته نور یې ټپیان کړل. هغه د پېښې د سیمې مکین پرځای د پوځ تر کنټرول لاندې سیمې واڼه ته لاړ او د پېښور قول اردو قوماندان ښه راغلاست ورته ووایه.

نوموړي واڼه کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې ترهګري، د هغې ملاتړ کوونکي او تمویل کوونکي به له منځه یوسي.

د تحریک طالبان پاکستان پرضد عملیات

نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان پوځ به د تحریک طالبان پاکستان پر ضد خپل عملیات جاري وساتي او تر هغه به یې تعقیب کړي چې له پلویانو، مرستندویانو او تمویل کوونکو سره په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو او معلوماتو دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې د منیر له قوله لیکلي،چې په ټول هېواد کې به سوله او امنیت ډاډ من کړي.

نور ولولئ: جنرال عاصم منیر: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي

نور ولولئ: امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر سفر او افغانستان

په خبرپانه کې د پاکستان ضد وسله والو ته د «خوارج» کلمه کارول شوې ده.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې د عاصم منیرر له قوله لیکل شوي، « موږ د ترهګرۍ او د هغې د بڼو د له منځه وړو لپاره په خپل ماموریت کې هوډمن یو. د پاکستان د وسله والو ځواکونو زړورتیا، انعطاف او نه ماتېدونکې اراده د ملت د حاکمیت بنسټ جوړوي».

د پاکستاني پوځیان هلاک کېدل

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ډيسمبر په ۲۰ـ۲۱ نېټه د وسله والو برید شنډ او اته تنه وسله وال ووژل شول او دغه راز په دغه برید کې د پاکستان ۱۶ سرتیري هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د راپور له مخې، له تېرو څو میاشتو راهیسي په دغه هېواد کې پر امنیتي ځواکونو د مخالفو وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د کال په درېیمه ربع کې د پاکستاني ځواکونو پرضد دغه بریدونه ۹۰ سلنه زیات شوي دي.

د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د راپور له مخې، په دې موده کې په ۳۲۸ پیښو کې د امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او د پاکستان د حکومت د وسله والو مخالفینو په ګډون ۷۲۲ تنه وژل شوي او ۶۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغو ټولو پېښو ۹۷ سلنه قربانیان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې ښودل شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button