سیمه

د پاکستان پوځ: د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې د داخلېدو پر مهال د ټي ټي پي ۲۵ غړي وژل شوي

د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چودري، ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP)  ډلې، چې غوښتل‌ یې د له فرضي کرښې پاکستان ته داخله شي، د پاکستاني ځواکونو له لوري په نښه شوې دي. د ده په وینا، په دغو نښتو کې ۲۵ د TTP جګړه‌ماران او ۵ د پاکستاني امنیتي ځواکونو سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د معلوماتو له مخې، دغه جګړې د جمعې او شنبې په ورځو، د اکتوبر په ۲۴مه او ۲۵مه، د خُرم ولسوالۍ د «ګاکي» په سرحدي سیمه او همدارنګه د شمالي وزیرستان د «سپین‌وام» په سیمه کې رامنځته شوې دي.

خواجه اصف: که د ترکیې مذاکرات ناکام شي، له افغانستان سره مخامخ جګړې ته رادانګې

ویاند زیاته کړې چې یوازې په سپین‌وام کې ۱۵ وسله‌وال او په ګاکي سیمه کې ۱۰ نور د TTP غړي وژل شوي دي، چې په وژل شوو کې څلور ځانمرګي بریدګر هم شامل دي.

چودري ویلي: «د خوارجو د دې نفوذي هڅو تر شا هغه وخت دی، کله چې د پاکستان او د افغانستان د طالبانو استازي په ترکیه کې د خبرو اترو پر مېز ناست دي، او دا مسئله د طالبانو د سرپرست حکومت د نیت په اړه پوښتنې راولاړوي، چې ایا د خپلې خاورې له لوري د ترورېزم د مهارولو اراده لري که نه.»

هغه زیاته کړې چې پاکستان له طالب چارواکو څخه تل غوښتنه کړې چې پر پوله اغېزمن مدیریت وکړي، د دوحې تړون له ژمنو سره سم عمل وکړي، او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د وسله‌والو ډلو له‌خوا وکارول شي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه د پاکستان د پوځ د دغو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ويلي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button