د پاکستان پوځ وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د اغزن تار غځولو چاره به په هر صورت بشپړه شي
د پاکستاني پوځ ویاند وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ اغزن تار به په هر صورت بشپړ کېږي.
د پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار دا خبرې تر هغه وروسته کړې، چې په دې وروستیو کې پر ډيورنډ کرښه د افغانستان غاړې ته د طالب چارواکو هغه ويډيوګانې خپرې شوې وې، چې پکې يې دغه اغزن تار لرې کاوه. د پاکستاني پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار په یوه خبري غونډه کې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګولو په هکله وویل، چې ددغه اغزن تار ۹۴ سلنه کار بشپړشوی او پاتې چارې به يې ډېر ژر بشپړې شي.
د پوځ ویاند دا خبري تر هغه وروسته کوي، چې تېر ماښام په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې هکله خپاره شوي بیان کې ویل شوي وو، چې وروستیو پېښو اړتیا راټوکولې، چې د دواړو هېوادونو مسوولین د ستونزو د اواري په موخه خبرې وکړي.
د پاکستاني پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار په نننۍ خبري غونډه کې وویل، د همدې اغزن تار لګولو موخه يې د خلکو تقسیم نه، بلکې د هغوی خوندي ساتل دي. هغه وویل: ”ددې اغزن تار لګولو مقصد د خلکو تقسیم نه دی، بلکې د هغوی خونديتوب دی. ”
نور یی ولوله | د طالبانو مشر د ”بې ګناه زندانیانو خوشي کولو او زندانونو وضعیت ارزونې” امر کړی
پر ډيورنډکرښه د پاکستان له لوري دغه اغزن تار د لګولو په غبرګون کې دواړو غاړو ته ولس وايي، چې ددې تار د لګولو له امله دوی سره وېشل کېږي. ښاغلي افتخار په دې خبري غونډه کې زیاته کړه، چې له افغانستان سره ددغه تار لګولو چارې يې ډېرې بشپړه شوې او پاتې هغه به يې ډېر ژر بشپړه شي:
”د پولې د منظم کېدو په لړ کې د پاکستان او افغانستان تر منځ نړیوال سرحد د کټارو لګولو چارې تقریبا څلورنوي فیصده بشپړه شوې دي او د پاکستان او ایران ترمنځ تر یو اویا فیصده ډېر کار بشپړه شوی دی. ”
د پاکستاني پوځ د ویاند تردې خبري غونډې وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي هم دوې ورځې وړاندې په همدې هکله په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې د اغزن تار چارې به بشپړوي، خو په دې لړ کې شته ستونزې به له ډيپلوماتیکو لارو هواروي.
د دواړو څنګلوریو هېوادونو ترمنځ پر ډيورنډکرښه د اغزن تار په هکله دغه بیانونه تر هغه وروسته پیل شول، چې له تېرو څو اونیو راهیسې پر ډیورنډکرښه د افغانستان غاړې ته ځينې داسې ویډيوګانې خپرې شوې، چې پکې طالب چارواکي ترسترګو کېدل او دغه اغزن تار يې لرې کاوه.