نړیوال خبرونه

د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

د ایران د پارلمان رئیس ویلي، پر اسرائیلو د ایران وروستی برید یو غاښ ماتوونکی ځواب دی

خو بل لورته د اسرائیلو دفاعي سیسټم د ایران اکثره توغول شوي ډرون او کروز توغندي اسرائیلو خاورې ته تر رسېدو مخکې شنډ کړي دي.

نظامي کارپوهان د ایران دغه برید بریالی نه بولي. دوی وايي، ایران ونه کولی شول چې اسرائیلو ته د پام وړ زیان ورسوي.

ایران دغه برید ستایي

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف پر اسراییل باندې د ایران برید یوه «کلکه څپېړه، درس ورکونکی او پښېمانونکی ځواب.» بللی.

هغه زیاته کړه چې دا پوځي برید «د ملګرو ملتونو د منشور سره سم» شوی.

د ایران د پارلمان غړو چې د خپلو څوکیو مخې ته راښکته شوي وو، د «مرګ پر اسراییل»، «سلام دې وي د اسلام په جنګیالیو»، «زموږ په رګونو کې وینه زموږ رهبر ته ډالۍ ده» او «اې د ازادۍ رهبره، موږ چمتو یو موږ چمتو» شعارونه ورکول.

israel (4)
انځور؛ پر اسرائیلو د ایران له برید وروسته د اسرائیلو امنیت شورا بېړنۍ ناسته

حماس ډلې د ایران دغه برید د تهران حق بللی

هاخوا د فلسطین حماس ډلې پر اسراییل د ایران برید یو طبیعي حق بللی.

حماس په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید ته په اشارې وویل چې پر اسراییل د ایران برید یې د دغه هیواد «طبیعي حق او مناسب ځواب» بللی دی.

نور ولولئ: سوریه کې د اسرائیلو هوايي بریدونه؛ دغه بریدونو کې ۴۰ کسان وژل شوي

نور ولولئ: امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

حماس ویلي دي چې دغه ډله د اسراییل د بریدونو په وړاندې د «د سیمې د هیوادونو او ولسونو طبیعي حق» باندې ټینګار کوي.

israel (3)
انځور؛ د اسرائیلو دفاعي سیسټم چې د ایران ډرون او مزاییل خنثی کوي

تېره ورځ د امریکا استخباراتي ادارې سي ای اې د سپینې ماڼۍ امنیت شورا ته خبر ورکړ چې ایران د اسرائیلو پر وړاندې د برید پلان لري. هاخوا بیا اسرائیلو هم د ایران د برید په تړاو په اسرائیلو کې ښوونځي او پوهنتونونه وتړل او ولس ته یې د ایران د برید په تړاو خبر ورکړ.

ایران بېګاه شپه پر اسرائیلو سلګونه ډرون او کروز مزاییل وتوغول چې اسرائیلو دغه هېواد ته له رسېدو مخکې په عراق او سوریه کې شنډ او له منځه یووړل.

نظامي کارپوهان وايي، پر اسرائیلو د ایران دغه برید هغسې بریالی نه و، لکه څه ډول چې تمه کېده.

د ایران او اسرائیلو اړیکې هغه وخت ترینګلي حالت ته لاړې چې اسرائیلو په سوریه کې د ایران قونسلګري په نښه او لوړ پوړي ایراني چارواکي یې په کې ووژل.

د ایران له برید وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر هم د غچ اخېستو ګواښ کړی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button