نړیوال خبرونه

د پاکستان ځانګړي استازي د ایراني چاراکو سره د افغانستان په اړه لیده کاته شوي

امیر عبداللهیان د پاکستان له ځانګړي استازي سره وکتل

د ایران د بهرنیو چاو وزیر امیر عبداللهیان د افغانستان لپاره د پاکستان خانګړي استازي محمد صادق خان سره په لیدنه کې د افغانستان د اړوندو مسایلو په هکله خبرې اترې کړې دي. 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر ټوېټر لیکلي دي، چې تهران او اسلام آباد به په افغانستان کې د سولې او آرامۍ  لپاره هڅې وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ویلي:«د ایران اسلامي جمهوريت به په افغانستان کې د سولې او آرامۍ او دغه راز د افغانانو د سوکالۍ لپاره له خپلو ټولو ظرفیتونو ګټه واخلي.

  د سیاسي چارو شنونکی 

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله داسې وايي:«پاکستان او ایران د ۴۳ کلونو په لړ کې ډېر مهم او بنسټيز رول لرلی دی. هیله لرو چې دغه رول یې په یوه جوړونکي رول بدل شي او داسې رول چې هغوی وکړای شي د سولې لپاره یو رول اجرا کړي. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي پر خپل ټوېټر لیکلي دي،چې د پاکستان له ځانګړي استازي سره یې  د افغانستان په تړاو کتنه کې د افغانانو د وضعیت د ښه کېدو، په ملي او سیمه ییزه کچه د ثبات او په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو خبرې کړې دي.
نور یی ولوله | د برېشنا شرکت خبرتیا

نور یی ولوله | د افغانستان تر ټولو تعلیم یافته شخصیت ځوک دی؟

          د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي څرګنده کړه:«موږ به د ګاونډيو او اغېزناکو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې د ثبات د رامنځه کېدو، د خلکو د ژوندانه د وضعیت د ښه کېدو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلو هڅو او تعاملاتو ته دوام ورکړو. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي چې اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او په افغانستان کې د امنیت له پلوه هېڅ اندېښنه نشته. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«موږ د ځان په هکله اندېښنه لر او همدارنګه زموږ پالیسي او دریځ دا دی چې له هېڅ لوري سره د شخړې غوښتونکي نه یوو، له ګاونډیو او نړۍوالو هېوادونو او همدارنګه ډاډ ورکوو چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه وي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button