سیمه ییز خبرونه

د پاکستان ډان ورځپاڼه: افغانستان طالبان به پر ټي ټي پي فشار رانه وړي

د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي چې طالبان به پر خپلو ملګرو فشار رانه وړي

پاکستان له افغان طالبانو غواړي چې پر ټي ټي پي فشار راوړي تر څو په پاکستان کې له حملو لاس واخلي، خو برعکس ددې پر ځای چې پاکستان کې په بریدونو کې کموالی راشي، هغه په کې زیاتوالی راغلی دی.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ په خپله سرلیکنه کې لیکلي چې د طالبانو حکومت له لوري د پاکستاني طالبانو د ځپلو تمه یو خوب دی او له حقیقته لرې خبره ده.

د دغې ورځپاڼې په وینا د طالبانو حکومت د خپلو «ایډیالوژیکو ملګرو» پر ضد وسله وال ګام نه اخلي.

له شیخ ملا هیبت الله غوښتنه

ډان ورځپاڼې وړاندیز کړی چې د پاکستان حکومت باید د طالبانو مشر ملا هبت الله ته ووايي، چې ټي‌ټي‌پي دې د ډیورنډ کرښې له څنډو لرې واستوي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د تېرې یکشنبې په ورځ د طالبانو له حکومته وغوښتل چې له اسلام اباد سره «د اړیکو د ښو ساتلو لپاره دې» د نور ولي محسود په ګډون پاکستاني طالب مشران دغه هېواد ته وسپاري.

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

دغه چارواکي ویلي چې پاکستاني طالبان په پاکستان کې د پنځو چینايي انجینرانو د وژنې مسوولان دي.

ډان ورځپاڼې په خپله پرونۍ سرلیکنه کې لیکلي، چې د طالبانو حکومت باید د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر وړاندې د ترهګریزو ګواښونو مسوولیت ومني.

afghan (25)
ټي ټي پي

په افغانستان کې د ټي ټي پي پټن ځای

ډان ټینګار کړی چې د پاکستان لپاره دا ثابته شوې چې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو د طالبانو حکومت دا خبره ردوي.

دا هغه څه دي چې طالبانو بار، بار رد کړي او دغه یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللي ده.

دغې ورځپاڼې لیکلي چې له هغو اسنادو سره، سره چې ښيي په افغانستان کې وسله والې ډلې فعالې دي، د طالبانو پر دریځ باور کول ګران کار دی.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د پاکستان حکومت افغانستان ته د دغه هېواد د چارواکو، مشرانو او دیني عالمانو د رسمي سفرونو له لارې د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره ډېرې هڅې کړې، خو دغو هڅو مثبته نتیجه نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې ټي ټي پي او بلوچ ملتپال هره ورځ د پاکستان پر پوځ مرګوني بریدونه کوي چې له امله یې د پاکستان امنیتي دستګاه وارخطا ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button