لوبې خبرونه

د پاکستان کرکټ سوپر ليګ تجارتی لوبو کې شپږ افغان لوبغاړي اخیستل شوي

د پاکستان کرکټ سوپر ليګ  تجارتی لوبو کې شپږ افغان لوبغاړي اخیستل شوي چی  د پاکستان سوپر ليګ اووم پړاو سياليو لپاره چې ټاکل شوې د راتلونکي کال جنورۍ پر ۲۷  مه نېټه په کراچۍ کې پيل کیږی  شپږو لوبډلو خپل لوبغاړی  بشپړ کړي.

هر لوبډله  کولای شی چی   اته پخواني لوبغاړي وساتي او پاتې نور په بېلابېلو کټګورۍ کې وپېري د پاکستان کرکټ سوپر ليګ يا پي اېس اېل سږنيو سياليو کې شپږ افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځی، نوين الحق او نور احمد لکڼوال اخيستل شوي د پاکستان د کورني کرکټ اووم کال یا پړاو  سياليو کې د لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان په پلاټينيم کټګورۍ ، کراچي کېنګز محمد نبي په ډايمنډ کټګورۍ، پېښور زلمي لوبډلې رحمان الله ګوربز او کوټه ګلډيېټرز لوبډلې نوين الحق او نور احمد پېرلي دي.

نور یی ولوله | د برتانیې پر اوکراین د یرغل په صورت کې به روسیې سختو اقتصادی پایلو سره مخ شی

په دې سياليو کې لوبغاړو لپاره  شپږ کټګورۍ جوړې شوې  چې تر ټولو ګران بيه يې پلاټينم ده ورپسې ډايمنډ او درېيمه ګټګوري ګولډ يا سره زره دی  د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ چې په ۲۰۱۶ کال کې پيل شوې چی  د امنيتي ستونزو له امله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدې خو سږ کال په پاکستان کې د سیالیو   پلان نیول  شوې د پاکستان په دی سوداګریزه لیګ کې شپږ لوبډلې لوبېږي چې په کې د پېښور زلمي، اسلام آباد یونائټيد، کویټه  ګل‌ډي ایټرز، ملتان سلطان، کراچي کېنګز او لاهور قلندرز په نامه لوبډلې شاملې دي

د انګلستان وتلي لوبغاړي معين علي د پاکستان سوپر  ليګ سياليو کې د نه لوبېدو پريکړه کړې نوموړی له خپلې کورنۍ سره عمرې ته د تللو پلان لری د پاکستان د غوره لیګ شل اوره کریکټ سیالو په کوټه ګلیډیټرز لوبډله کې د معین علی پر ځای د اسټرالیا برېډ هوج شامل کړل

تېره ورځ د افغانستان دوه وتلي لوبغاړي محمد نبي اومحمد  شهزاد هم له دې سياليو  نه لوبیدو پریکړه وکړه چی  له زمبابوې سره لوبه کې ګډون وکړي د دوی تر څنګ د بنګله دېش شکیب الحسن، د انګلستان الیکس هالیس، د ویسټ انډيز کارلوس براتوایټ او ډیوایني براو هغه لوبغاړي دي چې په دغه لیګ کې لوبه نه کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button