نړیوال خبرونه

د پخلاینې شورا:د نړیوالو د باور زیاتولو په موخه طالبان باید اوربند اعلان کړي

دپخلاینې شورا: پر افغان سولې د نړیوالو د باور زیاتولو په موخه طالبان باید اوربند اعلان کړي دملي مصالحې عالي شورا فریدون خوځون وايي، په دې مقصد چې پر سولې پروسه د نړیوالو باور زیات شي، طالبان باید په افغانستان کې اوربند وکړي.

ښاغلي فریدون خوځون چې د حکومت له مذاکراتي ټيم سره په قطر کې دی، په یوه ویډيويي پیغام کې یې ویلي، چې د حکومت ټیم خپل لومړیتوبونه او د اجنډا لپاره له خپل لوري غوره کړي موضوعات طالبانو ته سپارلي او اوس  دې ته په تمه دي، چې طالبان هم د اجنډا موضوعات او خپل لومړیتوبونه وسپاري.د فریدون خوځون په وینا ، کله چې طالبان خپلمنځي بحثونه پای ته ورسوي او د اجنډا موضوعات دوی ته ورکړي.

د پخلاینې شورا:د نړیوالو د باور زیاتولو په موخه طالبان باید اوربند اعلان کړي
د پخلاینې شورا:د نړیوالو د باور زیاتولو په موخه طالبان باید اوربند اعلان کړي

او تر دوه اړخیز توافق وروسته به په اساسي موضوعاتو بحثونه تر سره شي.هغه خوځون د دې تر څنګ په افغانستان کې د جګړې د شدت په زیاتوالي خفګان ښودلې او په وینا یې، د سولې پر پروسه د نړیوالو د باور د زیاتوالي په هدف باید اوربند تامین او جګړه ودرول شي.دې سره به نور هیوادونه وهڅیږي چې افغانستان کې د سولې طزفداري وکړي او منتقوي اجماع به هم رامنځته شي.

طالبانو که څه هم تر دې دمه د پورتنیو څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې يې ټینګار کړی وو، چې مذاکرات باید په داسې موضوعاتو پيل شي، چې اسان وي او په تړاو یې دواړه لوري مشترکات ولري، تر څو ددوی له قوله، دواړه لوري یو بل سم درک کړي او مذاکرات په ښه فضاء کې مخته ولاړ شي.

د طالبانو په خبره، افغانستان کې لومړی باید د جګړې د پیلېدو عوامل له منځه یووړل شي او تر هغه وروسته د ډزبندۍ په اړه هوکړه وشي.د هغوی په خبره اول باید هغه موضوعات بحث شي کوم چې اسانه دي او ژر حل کیږي. بیا د هغې نه وروسته نور پیچیده موضوعات حل شي. دې سره به ټول مثایل په تدریجي ډول ختم شي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button