هنر او ادب

د پراتیک او ایمي جیکسن د مینې کیسه

دواړه هغه وخت پر یو او بل مئین شول په دیوانه فلم کې یې یو ځای رول ولوباوه

یو وخت په بالیووډ سینما کې د فلمي هندي لوبغاړي پراتیک ببر او د هندي اداکارې اینمي جیکسن د مینې داستان د رسنیو سرټکی و. دوی دواړو له یو او بل سره ډېره لونۍ مینه وکړه. داسې وخت و چې دوی به هره ورځ د یو او بل له لیدو پرته وخت نه شو تېرولی. دوی ددې مینې په جریان کې هڅه کوله چې په پارکونو، مال سنټرونو او هوټلونو کې له رسنیو او خلکو پټ دیدنونه وکړي ځکه ددې جوړې په لیدو به خلکو رنګ، رنګ خبرې کولې. په دوی باندې به هر ښار او کوڅه خبره وه چې څه یې کړي دي.

د مینې د زور په اړه د پراتیک کیسه

هغه وایې، له ایمي جیکسن سره زما د زړه مینه دومره زیاته شوه چې ما نور ځان نه شو کابو کولی، ځکه کله به چې ما هغه ونه لیده او یا به مې د هغې له لوري د خپل کړي مسېج ځواب ژر تر لاسه نه کړ، نو د لېونتوب حد ته به رسېدم. هغه پر ما له حده ډېره ګرانه وه، ځکه ښایسته وه او هره ادا یې راته ښه ایسېده. زه د هغې په لېونۍ مینه کې دومره غرق وم چې لیونتوب ته یې نږدې کړی وم. ما به هغه هره شپه په خوب لیده، د هغې اداګانې به مې سترګو ته درېدې او هغه زما د خوښې اداکاره خو ښایسته انجلۍ وه. دی وايي، د هغې د مینې مرحله زما د ژوند تر ټولو تیاره مرحله وه. دلیل یې دادی چې د هغې مینې زه له لویو، لویو هدفو له تر لاسه کولو راګرځولی وم.

ایمي جیکسن ته د زړه ضربان پیدا شو

یوازې پراتیک ببر نه و چې په مینه کې ترې ځان ورک شوی و، بلکې ایمي جیکسن وایي، پراتیک راته دومره ښکلی و چې د هغې د ښکلا مثال مې په ټوله دنیا کې نه شو پیدا کولی، ځکه زه مئینه وم او په پراتیک مئینه وم.

نور ولولئ: ساره علي خان له شبمن ګیل وړاندې له څلورو اداکارانو سره اړیکې لرلې

هغه زیاتوي چې ماته دده د لېونۍ مینې له کبله د زړه ضربان پیدا شو او په ځان پوهه شوم چې یوه ورځ به ډېره سخته پسې ناروغه شم… خو زما مینه هغه وخت په شک بدله شوه چې یوه ورځ مې پراتیک له یوې بلې انجلۍ سره په خندا ولید او پوه شوم چې زه هغې ته ارزښت نه لرم، خو پراتیک بیا ایمي جیکشن تورنوي چې د نورو هلکانو هم خوښېدله.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button