تاسو د پرنجي کولو په ګټو څومره پوهېږئ او څومره معلومات لرئ
پرنجی کول په نړۍ کې ډېرو خلکو ته یوه عادي پېښه ښکاري، خو په اصل کې پرنجی چې دی، که هغه د الرجي، ټوخي، زکام یا په ناڅاپي توګه وي، خو ګټې یې ډېرې دي.
ایا په دې پوهېدئ چې کله پرنجی کوئ، ستاسو د پزې له سورو څخه په ساعت کې په شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره سرعت ۱۰۰ زره میکروبونه وځي؟ له همدې امله، دا اسانه ده چې پوه شئ چې ولې ډیری خلک هڅه کوي چې د نورو په مخ کې د خپل پرنجي مخه ونیسي.
د پرنجي پر مهال باید څه وکړو؟
د ارکانساس د طبی علومو (UAMS) پوهنتون د طبی مرکز اډیولوژیست (د اورېدو متخصص) ډاکټر الیسن کټلیټ ووډال وایي: “دا به سمه نه وي چې پزه کلکه ونیسو او خوله پټه کړو څو د پرنجي مخه ونیول شي.»
نور ولولئ: والدینو ته د ماشومانو د روزلو او باور ورکولو په اړه غوره لارښوونې
نور ولولئ: بریالي خلک تل پر ځان باور لري
ډاکټر ووډال وایي چې تر پرنجي کولو مخکې، په سږو کې د پام وړ مقدار د هوا فشار رامنځته کیږي چې د پزې د جوف له لارې ننوځي او د پزې له سورو څخه محرک مواد لېرې کوي. که چیرې د پزې په کلک نیولو یا د خولې په تړلو د پرنجي مخه ونیول شي نو دا فشار لرونکې هوا د Eustachian ټیوب له لارې د غوږ منځني جوف ته ستنیږي.
د پرنجي فشار
د ډاکتر ووډال په وینا، د پرنجي د مخنیوي له کبله د اوریدلو قوې یا حس ته د زیان خطر کم دی. خو ناممکنه هم نه ده. ووډال وایي چې د پرنجي فشار د پردې د شلېدو په شمول منځني او داخلي غوږ ته زیان رسولی شي. د منځني او داخلي غوږ نرمو جوړښتونو ته دا ډول صدمه سبب کېدای شي چې انسان په غوږونو دروند شي.
نور فزیکي ټپونه چې ممکن د پرنجي د مخنیوي له کبله رامنځته شي، هغه دا دي: د ډایفرام زیان، په سترګو کې د وینې د رګونو پرې کېدل، او په دماغ کې د وینې د رګونو کمزوري کېدل.
تاسو د پرنجي د ورکولو یا بندولو کوښښ مه کوئ، غوره انتخاب دا دی چې پرېږدئ چې قوي پرنجی ستاسو له خولې او پزې څخه ووځي. خو که تاسې پرنجی بند کړئ او پر ځان فشار راوړی نو کېدای شي چې له پورته یادو شوو زیانونو سره مخامخ شی او ځان په خپله د ناروغیو قرباني کړی. 4