د پوهنې وزارت اعلامیه

پوهنې وزارت: تر اوسه د ښځینه ښوونځیو د تعلیمي لړۍ د پیل په اړه پریکړه نده شوې؛ مګر د بیا پرانیستلو په طرحه يې کار روان دی.
دغه وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، هفه خبرونه چې د ښځینه زده کوونکو د تعلیمي پروسې د پیل په اړه په ټولنیزو شبکو کې خپریږي.د پوهنې وزارت رهبري، هیوادوالو او د معارف لویې کورنۍ ته دا علان کوي چي دا خبر بي بڼسټه دی او ځیني مخرب او متعصب ذهنیتونه د دې خبر د خپرولو شاته لاس لري.
د پوهنې وزارت تر اوسه د ښځینه ښوونځیو د تعلیمي لړۍ د پیل په اړه پریکړه نده کړې او د ښځینه ښوونځیو د بیا پرانیستلو په طرحه کار روان دی، چې پایلې به یې وروسته د افغانستان معززو خلکو سره د پوهنې وزارت د رسمي ویب پاڼې له لارې شریکې شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه دا هیله لري چي ټول هیوادوال د مسوول ښاریانو په صفت، د خلکو ذهني آرامتیا خپله دنده وګڼی او د بي بڼسټو خبرونو او آوازو د خپرولو څخه ډډه وکړي.

اوسمهال د عامو افغانانو اذهانو کې داسې خبرې دی چې ګواکې طالبان غواړي چې د ښځینه تعلیم له منځه لاړ شي خودا حقیقت نه لري دوی ښايي ډېر ژر دنجونو خونزي هم پرانیزي.