نړیوال خبرونه

د پوهنې وزارت وروستیو څرګندونو ته خلکو غبرګونونه

د نجونو د ښوونځیو په اړه د پوهنې وزارت د سرپرست وروستۍ څرګندونې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو او د هېوادوالو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي. د پوهنې وزارت سرپرست تېره ورځ اروزګان ته په خپل سفر کې وویل، چې خلک د کلتوري ستونزو له امله نه غواړي خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.

په پکتيا ولايت کې محصلينو لاريون وکړ

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر ویلي و:«که ته په جومات کې پوښتنه وکړئ چې څو فیصده سپینږیري او څو فیصده خلک دې ته تیار دي چې خپله ۱۶ – ۱۷ کلنه لور مکتب ته ولېږي، له هغې وروسته به له ما څخه د داسې پوښتنو کولو اړتیا نه وي. موږ او تاسو په یوې افغاني ټولنه کې ژوند کړی دی او د خلکو کلتور ټولو ته ښکاره دی. د پوهنې وزارت د سرپرست دا څرګندونې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې. ځینې هېوادوال وایي چې د هېواد په هېڅ برخه کې خلک د نجونو د زده کړو مخالف نه دي

د ارزګان اوسېدونکی زبید الله وايي:«ټول افغانستان به په پنځو نفرو او لس نفرو نه حساب وو، ښايي دوه نفره او پنځه نفره او لس نفره به نه غواړي چې درس ووايي، نو د هغوی په پار د ټولو په مخه خو ښوونځي نه شو تړلای. د هېواد د نورو سیمو ځينې اوسېدونکي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري. د بامیان اوسېدونکی رازق وايي:«د پوهنې وزیر څرګندونې د هغه په خپله شخصي څرګندونې دي، زه د یوه پلار په توګه نه غواړم چې ماشومان او لور مې له ښوونځي بې برخې شي

نور یی ولوله | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت : پاتې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکوو

نور یی ولوله | افغانستان د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته

د نیمروز اوسېدونکی نادر هم څرګنده کړه:«موږ هېڅکله د خپلو لوڼو د زده کړو او تحصیل په برخه کې ممانعت نه لرو، که هغه په دیني ښوونځیو کې وي او که دولتي ښوونځيو کې. د ټولنیزو شبکو کاروونکو هم د پوهنې د سرپرست وزیر د څرګندونو په وړاندې بېلابېل غبرګونونه ښودلی دی. د هرات اوسېدونکې شکیلا وايي:«د پوهنې وزیر ادعا کوي چې د خلکو په غوښتنه ښوونځي تړلي دي، موږ په هغو دوو ورځو کې چې ښوونځي په ازمویښتي توګه پرانیستل شوي وو، د خلکو د هرکلي شاهد وو. او له تړل کېدو وروسته دننه په هېواد او له هېواده بهر د خلکو د اعتراضونو شاهد وو

د بلخ اوسېدونکی محمد قاسم هم زیاتوي:«موږ له لومړۍ ورځې ویلي وو چې موږ غواړو، د څه لپاره مو شاملې کړې دي، د دې لپاره خو مو نه دي شاملې کړې چې نالوستې پاتې شي. له بلخوا، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ د یوناما له مرستیال مارکس پوټزل سره په کتنه کې له شپږم ټولګي پورته زده کوونکو نجونو د ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کړی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button