نړیوال خبرونه

د پوهنې وزیره:مشاورينو پر ځاۍمعاش باید ښوونکو ته ډېرورکړل شي

د پوهنې وزیره:مشاورينو پر ځاۍمعاش باید ښوونکو ته ډېرورکړل شي د پوهنې وزرات چې څه موده وړاندې يې نومانده وزيره د ولسي‌ جرګې له لوري رد شوه او نوموړي د رد کېدو نه وروسته یو بیان کې ویلي دمشاورینو پر ځاۍ باید استاذانو ته ډبل معاش ورکړل شي.

د دغه وزارت رد شوې نوماندې اغلې حميدي د افغانستان د پوهنې د وزارت د وضعيت په هکله تازه څرګندونې کړې دي چې د پوهنې په وزرات کې د روان ناورين په هکله روښانه کوونکې دي.داسې ښکاري چې د مېرمن حمیدي څخه وړاندې د پوهنې د وزرات ټول کار ۷ زره مشاورینو په مخ وړ او وزير اصلا په افغانستان کې موجود نه و، ځکه د ۷ زره مشاورینو تعداد ته وګورو نو وزير ته د کار کولو فرصت نه پیدا کیږي. اغلې رنګینې حمیدې په خپلو تازه څرګندونو کې د پوهنې د وزرات له ناوړه حالت څخه پرده پورته کړې،

نوموړې ویلي چې په دې وزرات کې اوه زره مشاورين مودو و چې اوس صرف ۱۲۰ دانې پاتې دي.مېرمن حمیدي وايي دا ۱۲۰ مشاورين ددې مشاورين دي هره مياشت په لکونو پيسې اخلي خو دې يې تراوسه مخ هم‌ نه دی ليدلی، د مېرمن حميدي په وينا چې د پوهنې په وزرات کې داسې يو حالت حاکم دی چې که يو څوک له دندې لرې شي نو سبا يې کسان راغلي وي او چيغې يې جوړې کړې وي چې په پلانکي دې ولې کار درلود، هغه ته ولې لاس اچوې.

د دغه وزارت سرپرسته وزيره همداراز وايي چې دا مشاورين په بنسټ کې هېڅ کار نلري او دې ليدلي هم نه دي خو هره مياشت ددوی په نامه لکونه افغانۍ شادرېږي، مېرمن حميدي وايي دا پيسې بايد په ښوونکو وویشل شي د هغوي امتيازات زيات شي ځکه چې هغوي د لويو اقتصادي ستونزو سره مخ دي خو مشاورين چې هېڅ کار نلري په لکونو افغانۍ مصرفوي.

اغلې حميدي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې ډېری وزیرانو ددې ولسي جرګې څخه د تاييد د رایې د ترلاسه کولو لپاره پیسې ورکړې دي.د هغې پر وینا ما چې کومې رایې راخیستې او ټولې پاکې رایې دي نوموړی یلي دي چې هيڅ ډول معامله ېې نده کړې.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button